د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا د ایران د ټولو ګواښونو په وړاندې د اسرائيل دفاع ته ژمنه ده


بایډن او مرستیاله یې هریس له نتنیاهو سره په تیلیفون کې غږېدلي
بایډن او مرستیاله یې هریس له نتنیاهو سره په تیلیفون کې غږېدلي

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اګست لومړۍ (زمری۱۱) د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته وویل چې واشنګټن د ایران د ټولو ګواښونو په وړاندې د اسرائيل د امنیت دفاع ته ژمنه ده.

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیله هنیه له وژل کېدو وروسته، سپینې ماڼۍ ویلي دي چې بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

د اعلامیې په اساس بایډن او هریس په دغې تیلیفوني مکالمې کې په سیمه کې د شخړې په کمولو هم ټېنګار کړی دی.

تر دغو خبرو مخکې اسرائيل اعلان کړی و چې په بیروت کې یې د حزب الله یو لوړ پوړی قومندان په یو برید کې وژلی دی.

خو د نتنیاهو حکومت د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په اړه لا کومه تبصره نه ده کړې، حماس اسرائيل تورنوي چې هنیه یې وژلی دی.

سپینه ماڼۍ وايي چې جوبایډن یو ځل بیا د ایران او په سیمه کې د هغه د نیابتي ډلو په وړاندې، چې حماس، حزب الله او حوثي یاغیان په کې شامل دي، د اسرائيل د دفاع په اړه خپله ژمنه تکرار کړه.

بایډن د اسرائيل د ملاتړ د هڅو په لړ کې له نتنیاهو سره د بالستیک میزایلو او بې پیلوټه الوتکو د ګواښونو او د متحدو ایالتونو د دفاعي پوځي استقرار په اړه هم بحث کړی دی.

اسرائیل د تېرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې په غزې کې له حماس سره په جګړې کې اخته دی. اسرائيلي مقامات وايي د حماس په هغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائيلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک وو.

اسرائيل د دغو بریدونو په ځواب په غزې کې د حماس په ضد عملیات پیل کړي دي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې څه باندې ۳۹۴۸۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG