د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو له حماس سره په اوربند د خبرو لپاره مذاکراتي ډله استولې، بایډن یې هرکلی کړی


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۴) د اسرائيل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو د هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې له حماس سره یې د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرو لپاره مذاکراتي ډله استولې.

په یوې تیلیفوني مکالمې کې دغو دواړو مشرانو د اوربند په اړه د حماس د ځوابونو په اړه بحث کړی دی.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې «ولسمشر بایډن د صدراعظم (نتنیاهو) د پریکړې هرکلی وکړ چې خپلو مذاکره کوونکو ته یې واک ورکړی چې د یوې موافقې د بشپړولو په هڅې کې له امریکایي، قطري او مصري منځګړیو سره تعامل» وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا او اسرائیل امنیتي ډلې به د جولاۍ په ۱۵ نېټه د ستراتېژیکې مشورتي ډلې په چوکاټ کې له یو بل سره ملاقات وکړي.

فرانس پرس خبري اژانس د ځینو سرچېنو په حواله،‌ چې نومونه یې اخیستل شوي نه دي، لیکلي‌ دي چې د اسرائيل صدراعظم د خپل هېواد د استخباراتو مشر ته لارښوونه کړې ده چې له منځګړیو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

په دغه راپور کې ویل شوي دي چې نتنیاهو د مصر او قطر له لوري د حماس نوي استول شوي وړاندیزونه له خپلې کابینې سره څېړلې.

اسرائيل فکر کوي چې لسګونه یرغمل شوي لا هم په غزې کې له حماس سره دي. په همدې حال کې دواړه لوري په فلسطیني‌ ځمکو کې د ولسيانو د تلفاتو د زیاتوالي له کبله تر سختو نړیوالو فشارونو لاندې دي، چې باید اوربند وکړي.

یوې سرچېنې ویلي دي چې ټاکل شوې وه د اسرائيل د استخباراتو مشر دوید بارنیا په قطر کې د اسرائيل د پلاوي مشري وکړي، دغې سرچېنې ویلي دي چې بارنیا به د جمعې په ورځ په دوحه کې د قطر له صدراعظم سره وګوري.

یوې امریکايي سرچېنې، چې نوم یې په راپور کې اخیستل شوی نه دی، ویلي دي چې دواړه اسرائيل او حماس د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره غوره فرصت په لاس کې لري.

دې سرچېنې ویلي دي چې د حماس وړاندیزونه دا بهیر مخې ته وړلای شي او ممکن د دغه بهیر ورستی پړاو بشپړ کړي، خو زیاته یې کړه چې باید په دې برخه کې ډېر نور کارونه وشي.

د حماس ډلې تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې ناببره بریدونه وکړل. د اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۱۹۵ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول.

اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې عملیات پیل کړي چې د غزې د روغتیا د مسئولینو په وینا تر دې دمه یې شاوخوا ۳۰۹۲۵ فلسطینیان وژلي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان ښودل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG