د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل په هوایي برید کې د حماس د سیاسي مشر د کورنۍ غړي وژل شوي


په غزې کې سیمه ایز چارواکي وایي د دې تړانګې په لویدیځه خوا کې د شاطي کډوالو په کمپ باندې د اسرائیل په هوایي برید کې د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۱۰ غړي وژل شویدي.

چارواکو سه شنبه جون ۲۵ ( چنګاښ ۵) ویلي چې برید د کډوالو په کمپ کې پو یو کور شوی.

د اسرائیل پوځ هم منلې چې ځواکونو یې په شاطي کمپ او د غزې په شمال کې یوه بله سیمه ویشتې چې د حماس وسله وال پکې اوسیدل خو دا یې ندي ویلي چې پدې برید کې څومره کسان او څوک وژل شویدي.

په عین حال کې د اسرائیل ټایمز خپرونې په یو راپور کې ویلي چې پدې هوایي برید کې د ښاغلي هنیه خور او ۹ نور لیرې خپلوان وژل شویدي.

تر دې وړاندې د روان کال د اپریل په میاشت کې د اسرائیل پوځ وویل چې په غزې کې یو برید کې یې د هنیه درې زامن وژلي.

په قطر کې مېشت د حماس مشر د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې په یو موټر باندې په برید کې یې د درې زامنو برسېره څو لمسیان هم وژل شوي دي.

په غزې کې د ښاغلي هنیه خپلوان داسې مهال وژل شوي چې د غزې تر څنګ د لبنان په شمال کې د حزب الله او اسرائیل پوځ تر منځ هم نښتې شویدي او د اسرائیل پوځ ویلي چې په لبنان کې د تعرضي عملیاتو لپاره پلان منظور شویدی.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن په واشنګټن کې د خپل اسرائیلي سیال یووا ګلانت سره په ملاقات کې خبرداری ورکړی چې د حزب الله – اسرائیل تر منځ د شخړې تودیدل به په سیمې کې جګړې لا پراخه کړي او د دې ستونزې لپاره د سیاسي حل لارې غوښتنه کړې.

په غزې کې د اسرئیل – حماس په روانې جګړې کې چې نهمه میاشت یې پیلیږي، د لبنان په سرحدي سیمو کې تقریباً هره ورځ د حزب الله وسله والو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ ډزې تبادله شویدي.

د امریکا د دفاع وزیر پخپل خبرداري کې ویلي، " د اسرائیل – حزب الله تر منځ بله جګړه ښایي په آسانۍ په سیمه ایزې جګړې بدله شي چې د منځني ختیځ لپاره به ناوړه عواقب ولري. دیپلوماسي د شخړې کمیدو تر ټولو غوره لار ده".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG