د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: پر غزه د اسرائیل هوایي بریدونو ښایي 'د جګړې قوانین' نقض کړي وي


پرغزه د اسرائیل بریونو په تیرو اتو میاشتو کې ددې تړانګې زیاته برخه په کنډوالو اړولې ده.
پرغزه د اسرائیل بریونو په تیرو اتو میاشتو کې ددې تړانګې زیاته برخه په کنډوالو اړولې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وايي، پر غزې د اسرائیل هوايي بریدونه "ښايي په وار وار د جګړې د اساسي اصولو څخه سرغړونه کړې وي."

د ملګرو ملتونو دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) خپور شو، د اسرائیل د دفاعي ځواکونو شپږ هوايي بریدونو ارزولي چې د تېر کال د اکتوبر او ډسمبر تر منځ ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر تایید کړې، چې په دغو بریدونو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې د استوګنې ودانۍ، یو ښوونځی، یو مارکیټ او د کډوالو کمپونه یې په نښه کړي دي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک وویل، داسې ښکاري چې اسرائیل د غزې د بمباریو په کمپاین کې د فلسطیني ملکي وګړو او د حماس د جنګیالیو ترمنځ د "اغیزمن توپیر" هڅه نه ده کړې.

ترک وویل چې د "ملکي وګړو ژوند او زیربنا" د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې خوندي دي. هغه زیاته کړه: "دا قانون په وسله والو جګړو کې د ښکیلو خواوو لپاره خورا واضح مسؤلیتونه مشخص کوي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي."

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په شپږو بریدونو کې چې څېړل شوي، ګومان کېږي چې د ۱۱۳ کیلوګرامه او ۹۰۷ کیلوګرامو ترمنځ درانه بمونه کارول شوي دي.

راپور دا هم زیاتوي چې د فلسطیني وسله والو ډلو لخوا پر اسرائیل د توغندیو پرله پسې بریدونه "د نړیوالو قوانینو له مخې د [دغو ډلو] مکلفیتونو څخه سرغړونه ده."

اسرائیلي مقامات وايي، د تېر کال د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پر اسرائیل په برید کې د حماس ډلې څه باندې ۱۱۷۰ کسان وژلي او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړي او یو شمېر دغه یرغمل لا هم د حماس په بند کې دي.

د حماس د بریدونو په پایله کې اسرائیل د دغې ډلې د له منځه وړلو په موخه پر غزې هوايي او ځمکني بریدونه ترسره کړل، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر دې دمه یې تر ۳۷۴۰۰ زیات فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG