د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې جنوب کې اته اسرائیلي سرتیري او ۱۹ فلسطینیان وژل شوي


د غزې په جنوب کې د اسرائیل اته سرتیري شنبه جون ۱۵ ( غبرګولي ۲۶) په داسې حال کې په چاودنې کې ووژل شول چې د مرمۍ ضد موټر کې روان وو.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا سرتیري د عملیاتو پر مهال وژل شوي او د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته احوال ورکړل شوی.

د پوځ ویاند دانیال هګاري ویلي چې دا چاودنه په سیمه ایز وخت سهار وختي د رفح ښارګوټي سره نږدې شوې. هغه ویلي چې چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له کبله وه چې د حماس وسله والو ځای پر ځای کړي و او یا هم د ټانګ ضد توغندیو د مرمۍ ضد موټر باندې لګیدلی چې دا سرتیري پکې سپاره وو.

د شنبې ورځې چاودنه د اسرائیلي ځواکونو لپاره یوه تر ټولو خونړۍ پیښه وه.

د تیر کال اکټوبر میاشتې راهیسې چې اسرائیلي ځواکونو په غزې کې د حماس وسله والو پر ضد تعرضي عملیات پيل کړي، ۳۰۶ اسرائیلي ځواکونه وژل شویدي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي چې سرتیرو یې په رفح کې ډیرې وسلې هم په تونلونو او نورو ځایونو کې نیولي دي چې د حماس ډلې جوړ کړیدي.

د سیمې څخه په راپورونو کې ویل شوي چې اسرائیلي ځواکونو په رفح ښارګوټي په شاوخوا کې لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان هم وژلي دي.

اسرائیلي ځواکونو پدې تیرو څو اوونیو کې د حماس له منځه وړلو لپاره په غزې کې

په غزې کې د اسرائیلي ځواکونو جګړه د تیر کال اکټوبر په ۱۱ مې ورسته تر هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو ناڅاپي په اسرائیل برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې د ځان سره یرغمل یوړل.

اسرائیل بیا وایي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې یې تر دې دمه ۳۰ زره تنه وژلي چې اکثریت یې د هغوي په قول وسله وال دي خو د حماس تر کنټرول لاندې د غزې عامې روغتیا وزارت بیا وایي چې په جګړې کې ۳۷۲۹۶ تنه وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

د اسرائیل دا سرتیري داسې مهال وژل شوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې بندولو لپاره په اوربند لا هم موافقه نده شوې.

د اوربند دا وړاندیز چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس تیره میاشت د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړ، اسرائیل وار د مخه منلی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د رایو په غوڅ اکثریت په یو پریکړه لیک کې ومانه چې مسوده یې متحده ایالاتو چمتو کړې وه.

د اسلامي جهاد نظامي څانګې – القدس لوا د حماس یوې غونډې کې د شنبې په ورځ وویل چې اسرائیل ته به یوازې پدې شرط برمته شوي کسان ور وسپارل شي چې په غزې کې خپله جګړه بنده کړي او ددې تړانګې څخه خپل سرتیري په بشپړه توګه وباسي.

بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې د برمته شویو کسانو خوشې کیدو یوازینۍ لار د حماس ډلې ته ماتې ورکول دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان هم د شنبې په ورځ وویل چې د قطر او مصر منځګړي کوښښ کوي د حماس وسله والو سره په ګډه کار وکړي تر څو معلومه کړي چې د موافقې لپاره امکانات شته که نه.

د سولې په مذکراتو کې مهم منځګړي امریکا، مصر او قطر له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند لپاره په خبرو بوخت دي.

د نومبر په میاشت کې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې حماس څه باندې ۱۰۰ تنه یرغمل کسان خوشې کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG