د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له فلسطینیانو سره ۴۰۴ میلیون ډالر نوره مرسته اعلان کړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اردن کې له غزې سره د بیړنیو مرستو په کنفرانس کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په اردن کې له غزې سره د بیړنیو مرستو په کنفرانس کې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) د فلسطینیانو لپاره د امریکا د ۴۰۴ میلیون ډالرو نورې مرستې اعلان وکړ او د امریکا د منتقدینو په ګډون یې له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د غزې د بشري ناورین د حل لپاره پیسې ورکړي.

دا مرسته په اردن کې له غزې سره د بیړنیو مرستو په کنفرانس کې اعلان شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، له دې سره، په غزې تړانګه کې د اکتوبر په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې، په دغه تړانګه، لویدیځه غاړه او سیمه کې د فلسطینیانو لپاره د متحده ایالاتو ټولې مرستې ۶۷۴ میلیون ډالرو ته رسیږي.

خو بلینکن یادونه وکړه چې تراوسه د فلسطینیانو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د غوښتل شویو پیسو یوازې دریمه برخه تمویل شوې او شاوخوا ۲.۳ میلیارد ډالرو نورو پیسو ته اړتیا ده.

بلینکن په اردن کې د بیړنیو مرستو کنفرانس ته د وینا پر مهال، چین او روسیې ته د احتمالي اشارې په توګه وویل: "ځینې په غزه کې د فلسطیني خلکو د کړاوونو په اړه خورا اندیښنه څرګندوي، په شمول د هغو هیوادونو چې د ډیر څه ورکولو وړتیا لري، خو ډیر لږ او یا یې هیڅ هم ندي چمتو کړي."

هغه وویل: "دا د هرچا لپاره فرصت دی چې ګام پورته کړي. او هغه کسان چې دمخه یې مرسته ورکړې، سخاوت وښيي او نوره مرسته وکړي."

بلینکن څرګنده نکړه چې متحده ایالات به دا مرستې څنګه ورسوي. خو واشنګټن چې د فلسطینیانو سره ترټولو لوی مرسته کوونکی بلل کیږي، د مرستو رسولو لپاره د خوړو پر نړیوال پروګرام او خصوصي مرستندویه ادارو باندې تکیه کوي.

د متحده ایالاتو کانګرس د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر ادارې، چې په سیمه کې د مرستو رسولو عمده ډله ده، ه نورې مرستې بندې کړې دي.

اسرائیل چې ددغې ادارې منتقد دی، د جنوري په میاشت کې ادعا وکړه چې د دې ادارې یو شمیر کارمندانو ممکن پر اسرائیل باندې د حماس اورپکو د اکتوبر د اوومې په خونړي برید کې برخه اخیستې وي. دغې ادارې خپل یو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړل او د څېړنې ژمنه یې وکړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG