د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د اوربند د هڅو په لړ کې بلینکن مصر ته ورسید


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د هڅو په لړ کې، د دوشنبې په ورځ جون ۱۰ (غبرګولي ۲۱) مصر ته ورسید.

منځني ختیځ ته ددې سفر په ترڅ کې، بلینکن په پایتخت قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره کتلي دي. تمه کیده چې دواړه مشران د مصر او غزې ترمنځ د رفح پولې د پرانیستلو په اړه خبرې وکړي.

د رفح پوله غزې ته د بشري مرستو رسولو مهمه لار بلل کیږي او د یوې میاشتې راهیسې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د فلسطیني غاړې د نیولو راهیسې تړل شوې ده.

مصر، لومړنی عرب هېواد دی چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژاند او په ۱۹۷۹ کال کې یې ورسره د سولې تړون لاسلیک کړ. مصر همدارنګه له اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل او فلسطیني چارواکو ترمنځ منځګړیتوب کوي.

بلینکن په پایتخت قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره کتلي دي.
بلینکن په پایتخت قاهره کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره کتلي دي.

تمه کیږي چې بلینکن له دې وروسته بیت المقدس ته ولاړ شي او د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره به وګوري.

د اکتوبر په اوومه په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، دا سیمې ته د بلینکن اتم سفر دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له خوا د می په ۳۱ اعلان شوي یو وړاندیز لپاره د ملاتړ جلبولو په هدف ترسره کیږي.

د سولې په مذکراتو کې مهم منځګړي امریکا، مصر او قطر له څو میاشتو راهیسې په غزه کې د اوربند لپاره په خبرو بوخت دي.

د نومبر په میاشت کې د یوې اونۍ اوربند په ترڅ کې حماس څه باندې ۱۰۰ تنه یرغمل کسان خوشې کړل.

د بایډن له خوا اعلان شوي وروستي وړاندیز له مخې، اسرائیل به د غزې له ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي او حماس به د لومړیو شپږو اونیو اوربند په ترڅ کې پاتې یرغمل خوشې کړي. ددې پلان له مخې، مذاکره کوونکي به همدارنګه د جګړې د دایمي پای ته رسولو لپاره خبرې کوي.

حماس په رسمي ډول دغه پلان ته ځواب نه دی ورکړی، کوم چې بایډن د اسرائیل پلان نومولی، په داسې حال کې چې داسې وېره زیاته شوې چې ښايي د اسرائیل کورنی سیاست د خبرو اترو خنډ شي.

تمه کیږي چې بیت المقدس ته د سفر په ترڅ کې بلینکن د اسرائیل د جنګ د کابینې له پخواني غړي بني ګانتز سره هم وګوري چې د یکشنبې په ورځ یې د روانې جګړې لپاره د نتنیاهو د تګلارې په سر له خپلې دندې استعفا وکړه.

ټاکل شوې چې ددغه سفر په ترڅ کې بلینکن اردن او قطر ته هم ولاړ شي.

په غزه کې جګړه، په اسرائیل باندې د حماس اورپکو د اکتوبر اوومې له خونړي برید وروسته پیل شوه چې د اسرائیلي مقاماتو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ زیاتره ملکي کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې لږترلږه ۳۷۱۲۴ کسان وژل شوي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG