د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن، د اروپا او لاتینې امریکا مشرانو له حماس وغوښتل چې اوربند وکړي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د ۱۶ اروپايي او لاتینې امریکا هېوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له حماس څخه وغوښتل چې د اوربند تړون ومني او پر اسرائیل یې غږ وکړ چې جوړجاړي ته غاړه کښیږدي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په خپره شوې د مشرانو په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "فرصت کم دی. موږ پر حماس غږ کوو چې دا تړون ومني."

دغه اعلامیه اروپايي قدرتونو بریتانیا، فرانسې او جرمني او همدارنګه د هسپانیې د مشرانو له خوا لاسلیک شوې، چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو سره یې د اسرائیل غوسه پارولې ده.

په دغه اعلامیه کې همدارنګه د لاتینې امریکا د ګڼ نفوس لرونکو هېوادونو مشرانو د نظر توافق ښولی. په دې کتار کې د برازیل او کولمبیا کیڼ اړخو ولسمشرانو په کلکه اسرائیل غندلی او د ارجنټاین تازه ټاکل شوي ازادي غوښتونکی مشر بیا د اسرائیل ملاتړ څرګند کړی دی.

متحده ایالاتو په وار وار ویلي چې د دې تړون د منل کېدو کیلي د حماس سره ده. خو په اعلامیه کې له اسرائیل څخه هم د نرمښت غوښتنه شوې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "په دې پریکنده شیبه کې، موږ د اسرائیل او حماس په مشرانو غږ کوو چې د دې معاملې د پای ته رسولو لپاره هر ډول وروستی جوړجاړی وکړي او د یرغمل شویو کورنیو او همدارنګه د دې ناوړه جګړې دواړو خواوو ملکي خلکو د ثبات لامل شي... دا د جګړې د پای ته رسیدو وخت دی او دا تړون یې اړین پیل دی."

بایډن تیره اونۍ یو نوی پلان اعلان کړ چې له مخې به یې اسرائیلي ځواکونه د غزې له ګڼ میشتو سیمو ووځي، د شپږو اونیو اوربند په ترڅ کې به حماس یرغمل کسان خوشې کړي او مذاکره کوونکي به د اوربند د غځولو او په دایمي توګه د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

هغه دا پلان د اسرائیل وړاندیز بللی، که څه هم دې پلان د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایتلافي حکومت د ځنیو منتقدو ښي اړخو اسرائیلي سیاستوالو انتقادونه پارولي دي.

منځګړي قطر دغه پلان حماس ته د کتنې لپاره سپارلی دی. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د تلیفوني خبرو له لارې پر دغه پلان ټینګار کړی دی.

د پنجشنبې ګډه اعلامیه د تایلینډ لخوا هم لاسلیک شوې، چې په لوی شمیر اتباع یې په اسرائیل کې کاروبار کوي. د اکتوبر په اووه په اسرائیل کې د حماس د اورپکو په برید کې په ۲۵۰ یرغمل شویو کسانو کې ۳۰ تنه تایلنډیان وو.

د اعلامیې په نورو لاسلیک کوونکو هېوادونو کې اتریش، بلغاریا، کاناډا، ډنمارک، پولنډ، پرتګال، رومانیا او سربیا شامل دي.

په غزه کې جګړه په اسرائیل کې د حماس د اکتوبر د اوومې له برید څخه پیل شول چې د اسرائیلي مقاماتو د معلوماتو پر اساس، ۱۱۹۴ زیاتره ملکي وګړي پکې ووژ شول.

اسرائیل ددغه برید په ځواب کې، د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل، چې په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، لږترلږه ۳۶۶۵۴ کسان پکې وژل شوي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG