د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل د جنګ د کابینې وزیر استعفا وکړه


بني ګانتز د اسرائیل د دفاع پخوانی وزیر
بني ګانتز د اسرائیل د دفاع پخوانی وزیر

د اسرائیل د جنګ کابینې یو مهم غړي، بني ګانتز یکشنبه جون نهه ( غبرګولي ۲۰) په دې خاطر حکومت پریښود چې په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیل د پوځ روانې جګړې پای ته رسیدو وروسته، د اسرائیل حکومت ونشو کړی د ټاکل شوي مهلت سره سم هلته خپل پلان په ډاګه کړي.

بني ګانتز د اسرائیل د دفاع پخوانی وزیر دی او د استعفا پر وخت یې وویل، "نتنیاهو مونږ نه پریږدي چې ریښتیني کامیابي په لور وخوځیږو او له همدې کبله مونږ نن اضطراري حکومت پریږدو."

ګانتز د اسرائیل د جګړې د کابینې له دریو غړیو څخه تر ټولو منځدریځه دی او د تیرې مۍ میاشتې په ۱۸ مې یې خبرداری ورکړی و که حکومت په راتلونکو دریو اوونیو کې په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو وروسته نوی پلان منظور نکړي، دی به د حکومت څخه استعفا وکړي.

د جنګ کابینې دې مهم غړي حکومت پریښودل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو لپاره په سمدستي توګه کوم ګواښ نه پیښوي خو دا فشار پرې ډیروي چې یوازې پخپلو سخت دریځو متحدینو اتکا وکړي.

د نیتن یاهو په مشرۍ ائتلافي حکومت کې لا هم اکثریت د نیتنیاهو سره دی.

بني ګانتز د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې وروسته چې حماس په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ چې د نیتنیاهو د حکومت سره یو ځای شو. دی د متحده ایالاتو سره ښې اړیکې لري او په یو ځای کیدو سره یې د اسرائیل حکومت اعتبار ته ډیره ګټه ورسیده.

ښاغلي ګانتز د روانې جون میاشتې تر اتمې نیټې پورې حکومت ته وخت ورکړی و چې په غزې کې د جګړې وروسته پلان ومني او د نه منل کیدو په صورت کې به حکومت پریږدي.

هغه پدې هکله ویلي و، " که د خیالاتو لار غوره کړئ او ټول ملت کندې خوا ته ټیل وهئ، مونږ به اړ شو چې حکومت پریږدو".

د اسرائیل د جګړې د کابینې دې جګپوړي مهم غړي په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو ورسته یو پلان ترتیب کړی چې شپږ مادې لري.

په پلان کې د برمته شویو کسانو بیرته ستنیدل، په غزې کې د حماس ډلې واکمني پای ته رسول، د غزې تړانګه په غیر محاربوي سیمې بدلول، د ملکي چارو لپاره د نړیوالې ادارې ایجادول او د سعودي عربستان سره د اسرائیل اړیکو عادي کولو پکې شامل دي.

ګانتز چې د اسرائیل د دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز په توګه یې دنده تر سره کړې، په اسرائیل کې مشهور سیاستوال او د پخوا راهیسې د نیتن یاهو سیاسي رقیب دی او د نیتن یاهو د حکومت په مشرۍ ائتلافي حکومت په لومړیو ورځو کې د جګړې کابینې سره یو ځای شو.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د څو خواوو د فشار لاندې دی.

د هغه په ائتلافي حکومت کې سخت دریځان د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې د حماس وسله والو ځپلو لپاره نظامي عملیات غواړي خو د متحده ایالاتو په ګډون بیا ګڼ شمیر هیوادونو نیتنیاهو ته خبرداری ورکړی چې پدې ښار کې دې عملیات نکوي چې څه باندې یو ملیون فلسطیني ملکیانو پکې پنا اخیستې ده.

د ګانتز تر استعفا وروسته د اسرائیل مشر نتنیاهو په غبرګون کې وویل، "د جګړې پریښودو وخت ندی".

په غزه کې روانه جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو د اکتوبر د اوومې له بې ساري برید وروسته پیل شوه. اسرائیلي مقامات وايي په دغه برید کې ۱۱۷۰ زیاتره ملکي خلک ووژل شول.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي، د حماس د له منځه وړلو لپاره د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې تراوسه لږ تر لږه ۶۵۰۰۰ کسان وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG