د لاس رسي وړ اتصالات

غزه کې د ملګرو ملتونو پر یو ښوونځي د اسرائیل په هوايي برید کې ۳۷ تنه مړه شوي


د مرکزي غزې په نوصیرات کې یو ښوونځی چې د اسرائیل د هوايي برید هدف ګرځېدلی.
د مرکزي غزې په نوصیرات کې یو ښوونځی چې د اسرائیل د هوايي برید هدف ګرځېدلی.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) د غزې په مرکزي برخه کې د ملګرو ملتونو پر یو ښوونځي هوايي برید وکړ چې د حماس تر واک لاندې روغتیايي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۳۷ تنه پکې ووژل شول.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي چې د حماس اورپکو له دغه ښوونځي څخه د پناه ځای په توګه کار اخیسته او له دې ځای څخه یې "ترهګري" رهبري کوله.

د حماس د رسنيو دفتر د اسرائيل دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې اسرائيلي ځواکونو د بې ځايه شويو خلکو په وړاندې يو "وحشيانه جرم" ترسره کړی دی.

برید د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا په نوصیرات کې پر یو ښوونځي شوی دی.

د اسرائیل پوځ د چهارشنبې په ورځ دې سیمې ته نږدې د دیر البلاح او د بوریج کډوالو کمپ کې د "هدفي عملیاتو" پیل اعلان کړ.

پوځ وویل چې د "ترهګرو په اهدافو باندې برید کوي چې پوځي اډې، د وسلو ډیپوګانې او د ځمکې لاندې زیربناوې" پکې شاملې دي.

د سیمې اوسېدونکو د درنې بمبارۍ خبر ورکړی دی.

د بې سرحده ډاکټرانو په وینا، په مرکزي غزه کې د "سختو اسرائیلي بریدونو" په پایله کې د سه شنبې راهیسې لږترلږه ۷۰ کسان مړه او ۳۰۰ ټپیان شوي دي.

بل خوا، اسرائیلي چارواکو ویلي د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په یو شمالي ښارګوټي کې د لبنان لخوا په هوايي برید کې ۱۱ تنه ټپیان شول.

د اسرائیل او حزب الله نښتې

د لبنان د حزب الله ملېشه ډلې ویلي چې د اسرائیل د برید په ځواب کې یې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله د اسرائیل د پوځي چارواکو یوه ډله په نښه کړې ده.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو ویاند وویل: "څه موده مخکې یو شمیر توغندي چې له لبنان څخه توغول شوي وو د اسرائیل په شمال کې د حرفیش په سیمه کې ولګېدل... پیښه تر څیړنې لاندې ده."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د لبنان سره پولې ته نږدې د اسرائیل له شمالي برخې څخه لیدنه وکړه، چیرې چې اسرائیلي ځواکونه او د حزب الله جنګیالي په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې پر یو بل ډزې کوي او د پراخې سیمه ایزې شخړې اندیښنې یې راپورته کړي دي.

نتنیاهو وویل: "څوک چې دا فکر کوي چې دوی به موږ ته زیان ورسوي او موږ به ارام ناست یو، لویه تېروتنه کوي. موږ په شمال کې خورا قوي اقدام ته چمتو یو. موږ به په یو یا بل ډول په شمال کې امنیت ټینګ کړو."

د اسرائيل او حزب الله ترمنځ نښتې د اکتوبر په اتمه پيل شوې، چې له کبله یې تراوسه، په اسرائیل کې ۲۴ تنه او په لبنان کې شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې زياتره يې جنګيالي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG