د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ وايي په غزه کې یې څلور یرغمل شوي اسرائیليان ژوندي ژغورلي


غزه کې ژغورل شوی یرغمل
غزه کې ژغورل شوی یرغمل

د اسرائیل پوځ وايي‌ چې ځواکونو یې د شنبې په ورځ‌ په غزه کې د پیچلو ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې څلور یرغمل شوي‌ اسرائیلیان ژغورلي‌ دي.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ‌ جون اتم (غبرګولي ۱۹) راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ په یو بیان کې ویلي چې په خوشې شویو کسانو کې ۲۵ کلن نوا ارګماني، ۲۱ کلن الموګ میر جان، ۲۷ کلن اندري‌ کوزلوف او ۴۰ کلن شلومي زیف شامل دي. د اسرائیل د پوځ په وینا دغه کسان د اکتوبر په اومه "د حماس تروریستي سازمان" د نووا د موسیقۍ د فیستیوال له ځای څخه تښتولي و.

د اسرائیل پوځ ویلي چې ژغورل شوي څلور کسان ښه روغتیايي حالت کې دي او زیاته کړې یې ده: “یرغمل شوي کسان د غزې په مرکزي سیمه د نصیرات په زړه کې له دوو جلا ځایونو څخه ژغورل شوي دي“.

د ژغورنې دا بې‌ساري عملیات په غزه کې د حماس له وسله‌والو سره د اتو میاشتو جګړې وروسته ترسره شول. د تیر عیسوي کال د اکتوبر په اومه د حماس ډلې د موسیقۍ پر یو فیستیوال او د اسرائیل په جنوب کې په نورو سیمو برید وکړ او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل چې ۱۱۶ یې دا مهال د فلسطین په خاوره کې دي. د اسرائيل پوځ ویلي چې ۴۱ یرغمل شوي کسان وژل شوي‌ دي.

د اسرائیل پوځ له دې وړاندې په یو جلا بیان کې ویلي و چې ځواکونه یې د نصیرات په سیمه کې “د ترهګرو تاسیسات په نښه کوي“.

په غزه کې د یو روغتون مسولینو ویلي چې د اسرائیل الوتکو د شنبې په ورځ‌ د نصیرات کمپ په ګډون نورو مرکزي سیمو باندې بمبار کړی او لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي دي.

د دغه کمپ ویاند داکتر خلیل الدکران د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: ”په مرکزي سیمه باندې د اسرائیل سختو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي‌ چې د الاقصی د شهیدانو روغتون ته انتقال شوي دي“.

الدکران زیاته کړې چې د هوايي بریدونو قربانیان د نصیرات کمپ دننه او شاوخوا سیمو څخه او دغه راز د دیر البلاح څخه چې روغتون په کې موقعیت لري راوړل شوي دي.

حماس په یو جلا بیان کې د اسرائیل ځواکونو دغه بریدونه وحشیانه بللي او ویلي یې دي چې لا هم په سیمه کې لسګونه جسدونه او ټپیان پاتې دي.
په خواله رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې په نصیرات کې څوو ودانیو اور اخیستی او دودونه یې اسمان ته پورته کېږي.

تیره ورځ د اسرائیل ځواکونو پر یو ښوونځي چې د ملګرو ملتونو له خوا د فلسطین بې‌ځایه شویو ته چمتو شوی و برید وکړ چې په کې ۳۷ کسان ووژل شول.

اسرائیلي‌ عسکرو ویلي‌ د حماس ډله چې پر اسرائیل باندې د اکتوبر اومې برید کې لاس لري له دغه ښوونځي‌ څخه "د خپلو ترهګریزو فعالیتونو د رهبرۍ لپاره" د پناه ځای په توګه کار اخیسته.

د حماس ډلې د تیرکال په اومه نیټه په اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور یرغمل شول.

د غزې د صحي چارواکو په وینا اسرائیل د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو په نتیجه کې تر اوسه څه باندې ۳۶زره کسان وژلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG