د لاس رسي وړ اتصالات

رفح کې د اسرائیل هوايي او ځمکنیو بریدونو ډیروالي فلسطینیان اندېښمن کړي


د نصیرات د کډوالو پر کمپ د اسرائیل په هوايي برید کې د څښاک اوبو د تصفیې تخریب شوې فابریکې انځور.
د نصیرات د کډوالو پر کمپ د اسرائیل په هوايي برید کې د څښاک اوبو د تصفیې تخریب شوې فابریکې انځور.

د رفح د ګڼ میشتې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، اسرائیلي ځواکونو د دغه ښار پر ځینو برخو خپلو ځمکنیو او هوايي بریدونو ته پداسې حال کې زور ورکړی چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ روانې جګړې کې د اوربند د ټینګښت لپاره د منځګړو په هڅو کې د پرمختګ هیڅ څرک نه لیدل کېږي.

رویټرز خبري اژانس د دغه سیمې د اوسېدونکو په حواله د جمعې په ورځ، جون ۷ (غبرګولي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې اسرائیلي ځمکنیو ځواکونو د رفح ښار د لوېدیځ په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی او اوسمهال د اسرائیلي سرتیرو او د حماس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، اسرائیلي زغره وال ټانکونه چې له مصر سره د پولې په اوږدو کې ځای پرځای شوي، د رفح ښار په لوېدیځ او مرکز کې برخو څو ځلې بریدونه تر سره کړل، چې ددغو بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې دی.

د سیمې یو اوسیدونکي رويټرز خبري اژانس ته وویل:"زما په اند [نیواکګر ځواکونه] هڅه کوی د رفح ساحلی سیمې ته ځان ورسوي... دا یوه تر ټولو بده شپه وه. یو شمېر کسان په خپلو کورونو کې دننه ټپیان شوی وو، مخکې له دې چې نن سهار روغتون ته یوړول شي."

بلخوا په سیمه کې ځینو روغتیاپالانو هم ویلي، چې اسرائیلي ځواکونو د البرج په کمپ، د غزې تړانګې په مرکز او ځینو نورو سیمو کې خپل ځمکني او هوايي عملیات ته زور ورکړی دی. د دوی په خبره، په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، چې دقیق شمېر یې تر اوسه نه دی څرګند.

په ورته وخت کې د جهاد اسلامي‌ ډلې په ګډون د حماس وسله والې څانګې ادعا کړې چې دوی هم په ګڼو سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو پر ضد یو لړ بریدونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ جون شپږمه (غبرګولي ۱۷) د غزې په مرکزي برخه کې د ملګرو ملتونو پر یو ښوونځي هوايي برید وکړ چې د حماس تر واک لاندې روغتیايي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۳۷ تنه پکې ووژل شول.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوې خبرپاڼې کې ددغه برید په اړه وویل، چې د حماس اورپکو له دغه ښوونځي څخه د پناه ځای په توګه کار اخیسته او له دې ځای څخه یې "ترهګري" رهبري کوله.

خو د حماس د رسنيو دفتر د اسرائيل دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې اسرائيلي ځواکونو د بې ځايه شويو خلکو په وړاندې يو "وحشيانه جرم" ترسره کړی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر مشر، فیلیپ لازاریني د پنجشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې د اسرائیل پوځ د "مخکیني خبرتیا پرته" پر دغه ښوونځي چیري ‌چې زرګونو بې ځایه شویو کسانو پکې پناه اخیستې، برید وکړ.

هغه وويل، چې ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم د دغه ښوونځي د ودانۍ نقشه له اسرائيلي ځواکونو سره شريکه کړې وه.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې د امریکا، قطر او مصر منځګړو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوربند هوکړې ته د رسېدو او د حماس له ولکې څخه د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خلاصون په هدف خبرې اترې بیا پیل کړې، خو ځینو باوري سرچینو بیا ویلي، چې پدې خبرو اترو کې تر اوسه د پرمختګ هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

د حماس یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته وویل: "موږ یوې موافقې ته د رسیدو لپاره ټول اړین انعطاف ښودلی، خو نیواکګر اسرائیلي‌ اشغال ته دوام ورکوي او له غزې څخه د خپل ځواکونه د ایستلو څخه ډډه کوي."

د حماس دغه چارواکي اسرائیل او امریکا په غزه کې د اوربند په نه منلو تورن کړل او ادعا یې وکړه چې دغه هیوادونه نه غواړي چې د فلسطین په خاوره کې د خلکو پر ضد جګړه پای ته ورسیږي.

دا پداسې حال کې دی،‌ چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د مې په ۳۱ مه (غبرګولي ۱۱) په غزې کې د تل پاتې اوربند لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړه او د حماس ډلې څخه یې وغوښتل چې دا طرحه ومني.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل چې د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزې کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي او اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې د ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي.

د متحده ایالاتو مشر له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه ده".

په عین حال کې د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نیتن یاهو د متحده ایالاتو د جمهور رئیس وینا څخه وروسته وویل چې په غزې کې به تر هغې جګړه روانه وي چې د حماس ډله له منځه نه وي وړل شوي او د جګړې کولو او واکمنۍ وړتیا یې د لاسه نه وي ورکړي.

د غزې جګړه پر اسرائیل د حماس د اورپکو د اکتوبر اوومې د یو بې ساري برید په پایله کې ونښته، چې د اسرائیل د رسمي شمیرو پراساس، لږترلږه ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیل په عملیاتو کې لږترلږه ۳۶۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG