د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ څو هیوادونه د فلسطین دولت په رسمیت پيژني؟


د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۴۶ یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.
د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۴۶ یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

نږدې اته میاشتې کیږي‌ چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده او په دې مودې کې په نړیواله کچه د فلسطینیانو لپاره د یو خپل خپلواک هېواد د لرلو په اړه غوښتنې تر بل هر وخت زیاتې شوي دي.

په دې لړ کې سلوانیا د سه شنبې په ورځ، جون څلورمه‌ (غبرګولي ۱۶مه) د فلسطین دولت په رسمیت وپیژانده. تر سلوانیا مخکې، هسپانیا، ایرلینډ او ناروې په یو ورته اقدام کې،‌ تیره اوونۍ د فسلطین دولت په رسمیت وپیژاندی. په دې توګه، د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ غړو هېوادونو څخه ۱۴۶ یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.

بلخوا د روان کال په اپریل میاشت کې د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب پرېکړه لیک ویټو کړ، خو ددغه شورا دولسو غړو، چې د امریکا درې متحدین هم په کې شامل وو، د دې پرېکړه لیک ملاتړ وکړ.

د اسرائیل لخوا د فلسطین خاورې د یوې برخې اشغال، د ختیځ بیت المقدس او د لویدیځې غاړې د ځینو برخو د ملکیت پر سر د ځمکنیو لانجو او همدارنګه په تیرو څو لسیزو کې د نړۍ د سترو ځواکونو ترمنځ شخړې د فلسطیني دولت د رسمیت پیژندلو په وړاندې له اساسي خنډونو څخه ګڼل کیږي.

په دې رپوټ کې د یو خپلواک فلسطیني دولت د لرلو لپاره د فلسطینیانو هڅو ته لنډه کتنه شوې ده.

په ۱۹۸۸ کې د یاسر عرفات لخوا د دولت اعلانول

د لومړي ځل لپاره د فلسطینیانو پخواني مشر یاسر عرفات د ۱۹۸۸ کال د نوامبر په ۱۵‌مه نیټه په یو اړخیزه توګه د فلسطین خپلواکه دولت اعلان کړ او ویې ویل چې بیت المقدس د دغه هیواد پلازمینه ده.

عرفات په الجزایر کې د فلسطین د جلاوطنۍ ملي شورا په غونډه کې چېرې چې د منځني ختیځ د ستونزې د حل په موخه د دوو خپلواکو دولتونو – اسرائیل او فلسطین – د جوړولو طرحه وړاندې شوې وه،‌ د فلسطین د خپلواک دولت اعلان وکړ.

د عرفات تر اعلان څو شیبې وروسته، الجزایر لومړنی هېواد و چې فلسطین یې د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژاند. د څو اونیو په ترڅ کې عربي هیوادونو، هند، ترکیې، ډیرو افریقايي هیوادونو او د لاتینې امریکا او ختیځې اروپا ځینو هیوادونو په ګډون په لسګونو هیوادونو فلسطیني دولت په رسمیت وپیژاندي.

د یو خپلواک هیواد په توګه د فلسطین د پیژندلو لپاره د هڅو بله څپه د ۲۰۱۰ کال په وروستیو او د ۲۰۱۱ کال په پیل کې وه، کله چې د منځني ختیځ د سولې بهیر له جدي کړکیچ سره مخ شو.

د ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۲ پورې په ملګرو ملتونو کې د رسمیت پیژندلو هڅه

په ۲۰۱۱ کال کې کله چې د منځني ختیځ د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخ شوې، فلسطینیانو یو ځل بیا د یو خپلواک دولت په توګه په ملګرو ملتونو کې بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړه.

دا هڅې ناکامې شوې، خو د ملګرو ملتونو کلتوري‌ او علمي ادارې (یونيسکو) د همدې کال د اکتوبر په ۳۱مه، فلسطین ته په دغه سازمان کې غړیتوب ورکړ. د یونیسکو ددغه اقدام په ځواب کې اسرائیل او امریکا، د ملګرو ملتونو دغه ادارې ته د پیسو ورکول بند کړل.

همدارنګه دا دواړه هېوادونه په ۲۰۱۸کال کې د یونیسکو له غړیتوب څخه ووتل ، خو متحده ایالات تیر کال بیرته له دغه ادارې سره یوځای شو.

د ۲۰۱۲ کال په نومبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره د فلسطین بیرغ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې وروسته له هغه پورته شو، چې دغه سازمان د رایو په اکثریت سره په ملګرو ملتونو کې د یو "څارونکي دولت" په توګه د فلسطین د غړیتوب غوښتنه وکړه.

درې کاله وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې هم فلسطین د دغه سازمان د غړی په توګه ومانه.

د سویډن لخوا د فلسطین په رسمیت پیژندل

په ۲۰۱۴کال کې، سویډن د اروپایي اتحادیې لومړنی غړی هیواد شو چې فلسطیني اداره یې په رسمیت وپیژاندی. دغه اقدام په ختیځ بیت المقدس کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ له څو میاشتو نښتو او تاوتریخوالي وروسته ونیول شو.

تر سویډن وروسته، بلغاریا، قبرس، د چک جمهوریت، هنګري، پولنډ او رومانیا هم په ترتیب سره د فلسطین دولت په رسمیت وپیژنده.

اسرائیل د سویډن ددغه اقدام په وړاندې سخت غبرګون وښود، او د اسرائیل د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر افیګدرو لیبرمن سویډن ته وویل: "په منځني ختیځ کې اړیکې د آیکیا فرنیچر د بسته بندۍ په پرتله خورا پیچلې دي. "

آیکیا د فرنیچر جوړولو یو سویډني شرکت دی. ددغه شرکت فرنیچر (میزونه، څوکۍ او نور) پداسې بڼه پلورل کیږي چې ټولې برخې له یو بل څخه جلا وي او پیرودونکي خپله کولی شي د لارښونې پاڼې په مرسته په اسانۍ سره یې بسته کړي.

په ۲۰۲۴ کال کې نوې هڅې

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې د اسرائیلي مقاماتو د معلوماتو پر اساس، ۱۱۹۴ تنه ملکي وګړي پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ تنه د حماس ډلې لخوا یرغمل شول، اسرائیل ددغه برید په ځواب کې، د حماس د لمنځه وړلو دپاره په غزه کې پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل کړل.

په غزه کې د روغتیا وزارت په وینا، ددغو بریدونو له امله، تراوسه لږترلږه ۳۶۶۰۰ کسان وژل شوي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي. دغه وضعیت د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین په رسمیت پیژندلو لپاره د اروپایی هیوادونو ملاتړ ته لا زیاته زمینه مساعده کړې ده.

له څو میاشتو خبرداریو وروسته، ناروې، هسپانیې او ایرلنډ تېره اوونۍ په یوه ګډ اقدام کې د فلسطین اداره په رسمیت وپېژندله. د هسپانیې صدراعظم پدرو سانچز د خپل هیواد دا اقدام "تاریخي عدالت" وباله.

په سلوانیا کې د سه شنبې له ټاکنو وروسته دغه هیواد هم د فلسطین اداره په رسمیت وپیژندله. د ایکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې، د سلوانیا صدراعظم، رابرټ ګولوب لیکلي چې دا "فلسطینیانو ته یو هیله بښونکې" اقدام دی.

مالټا او استرالیا هم د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندلو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم ویلي دي چې د فلسطیني ادارې په رسمیت پیژندلو ته چمتو دی، خو ویلي یې دي چې دا ډول اقدام باید "په یو ګټور وخت" کې ترسره شی، نه د احساساتو پر بنسټ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG