د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د یرغمل په ژغورلو خوښي؛ حماس: اسرائیل د څلورو یرغمل شویو د ژغورلو عملیاتو کې ۲۷۴ کسان وژلي


ژغورل شوي اسرائیلي یرغمل شوي کسان
ژغورل شوي اسرائیلي یرغمل شوي کسان

اسرائیل د شنبې په ورځ په جګړې ځپلې غزه کې د څلورو یرغمل شویو اسرائیليانو ژغورنه په داسې حال کې ونمانځله چې فلسطینیان د ژغورنې په دغو عملیاتو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په ویر کې وو.

حماس وايي د اسرائیلي ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۲۷۴ کسان وژل شوي‌ او سلګونه نور ټپیان دي.

د فرانسې خبري‌ اژانس د یک‌شنبې په ورځ‌ جون نهم (غبرګولي ۲۰) راپور ورکړی چې تیره ورځ د اسرائیل ځانګړو ځواکونو د غزې د ګڼ میشتې سیمې د نصیرات د کډوالو کمپ په شا او خوا کې له فلسطیني وسله‌والو سره سخته جګړه وکړه او له دوو ودانیو څخه یې څلور یرغمل شوي‌ وژغورل او په هیلیکوپټرو کې یې له سیمې څخه وایستل.

په راپور کې د اسرائیل د پوځ له قوله ویل شوي چې د ژغورنې ډله او یرغمل شوي‌ کسان د فسلطیني وسله‌والو تر سخت برید لاندې راغلل چې یو پولیس په کې ووژل شو او وروسته اسرائيل پر سیمې هوايي‌ برید وکړ او څو ودانۍ یې له خاورو سره یو کړې.

د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت دا پیښه "د نصیرات قتل عام" بللې ده او ویلي یې دي چې په برید کې ۲۷۴ کسان وژل شوي دي. له دې وړاندې د دولتي رسنیو دفتر ویلي و چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱۰ کسان وژل شوي‌ دي. دا شمیرې په خپلواکه توګه نه دي‌ تائید شوي. دغه وزارت همداشان ویلي‌ چې په برید کې ۶۹۸ کسان ټپیان شوي دي.

د غزې یوه ۳۲ کلنه میرمن هدیل رضوان چې له خپلې اوه میاشتنۍ لور سره له سیمې څخه د تیښتې کیسه بیانوله د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل: ”زما ماشومې ژړل،‌ د الوتکې له غږه چې پر موږ یې ډزې کولې ډاریدله.“

خو بلخوا زیات شمیر اسرائیلیانو د څلورو یرغمل شویو په خوشې کیدو د خوښۍ اوښکې تویولې.

د اسرائیل د پوځ د معلوماتو په اساس ۲۶ کلن نوا ارګماني،‌ ۲۲ کلن الموګ میرجان، ۲۷ کلن اندري کوزلوف او ۴۱ کلن شلومي زیف په خوشې شویو کسانو کې شامل دي چې د اکتوبر په اومه پر اسرائیل باندې د حماس د ډلې برید کې د نووا د موسیقۍ له فیسټوال څخه تښتول شوي و. راپورونه وايي چې څلور واړه په ښه روغتیايي‌ حالت کې دي.

د اسرائیل د پوځ له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ژغورل شوي کسان د خپلو کورنیو له غړو سره لیدل کیږي او د مطبوعاتو دفتر یې ویلي چې صدراعظم بنیامین نتانیاهو په روغتون کې د ژغورل شویو کسانو لیدلو ته ورغلی دی.

د حماس ډلې یو مقام عزالدین القسام د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې چې یو شمیر یرغمل شوي کسان د ژغورنې په وروستيو عملیاتو کې وژل شوي دي او خبرداری یې ورکړ چې وضعیت به د پاتې بندیانو لپاره ترینګلی شي.

د حماس ویاند ابو عبیده په ټیلیګرام کې لیکلي چې دا عملیات به ”د دښمن د بندیانو لپاره" د لوی خطر لامل شي او پر وضعیت به یې منفي اغیزې وکړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د جنګي جرمونو تورونه رد کړي او د ټولو یرغمل شویو پر ژغورلو او د حماس ډلې په له منځه وړلو یې ټینګار کړی دی.

اسرائیل کیټز ویلي: ”موږ به د ځان د دفاع له حق سره سم او په کلک هوډ او ځواک سره تر هغې خپل عمل ته دوام ورکړو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي او حماس مات شوی نه وي.“

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه په داسې حال کې زیاته شوې ده چې له دې وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د مسلې د حل لپاره طرح وړاندې کړه او هیله یې وښوده چې د یادې طرحې په عملي کیدو سره به اوربند ټینګ او د دواړو خواو ترمنځ په دریو پړاونو کې جګړه ختمه شي.

د حماس ډلې د تیرکال په اومه نیټه په اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور یرغمل شول.

د غزې د صحي چارواکو په وینا اسرائیل د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې تر اوسه له ۳۶زرو څخه زیات کسان وژلي او لسګونه زره نور یې ټپیان کړي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG