د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د موافقې لپاره موجودې تشې د ډکیدو وړ دي


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې د وینا په حال کې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په قطر کې د وینا په حال کې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۳) ژمنه وکړه چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند د یوې موافقې لپاره به کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د حماس د وړاندیز په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، چې د حماس ټولې غوښتنې د منلو وړ ندي، خو هیله یې څرګنده کړه، چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره موجودې تشې ډکېدای شي.

بلینکن په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له خوا د وړاندیز شوي پلان په اړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوی له قطري منځګړو سره په خبرو اترو او مشورو بوخت دی او اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې یې د اتم ځل لپاره سیمې ته سفر کړی دی.

هغه په دوحه کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې د [حماس] لخوا په وړاندیز شویو ځنو بدلونونو کار کیدای شي... نو په راتلونکو څو ورځو کې باید په بیړني ډول په دې موضوع غور وکړو چې آیا تشې د ډکیدو وړ دي او که نه."

د حماس ډلې د سه شنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ته په رسمي غبرګون کې، د اوربند لپاره د مهال ویش او له غزې څخه د اسرائیلي سرتیرو د بشپړ وتلو غوښتنه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اوس د مسوولیت با د حماس پر اوږو دی، ځکه د ده په وینا نړۍ متحده ده، چې په غزه کې د جګړې مخه ونیسي. هغه وویل: "د تشو د ډکولو هوډ لرو، او زه باور لرم چې دا تشې به ډکې شي... خو په پای کې حماس باید تصمیم ونیسي."

بلینکن وویل، څومره چې دا هڅې وغزیږي، هغومره به خلک زیانمن شي. هغه وويل: "اوس وخت رارسېدلی چې چنه وهنه ودرول شي."

د می په ۳۱ جو بایډن د اوربند رامینځته کولو او د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره درې مرحلې پلان وړاندې کړ. هغه وویل چې په لومړي پړاو کې اوربند او د حماس له زندانونو څخه د ځینو یرغمل شویو کسانو بیرته ستنیدل شامل دي. په دویمه مرحله کې به ټول ژوندي اسرائیلي یرغمل خوشې شي، اسرائیلي پوځ به له ټولې غزې تړانګې څخه ووځي او دایمي اوربند به رامنځ ته شي. په دریمه مرحله کې به د غزې بیارغونه پیل شي او د پاتې وژل شویو اسرائیلي یرغمل شویو جسدونه به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

بلینکن وویل چې اسرئیل د اوربند د پلان ملاتړ کوي، که څه هم د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تر اوسه په رسمي توګه د دې پلان ملاتړ نه دی اعلان کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړه چې اسرائیل د غزې تر جګړې وروسته د جګړې لپاره کوم پلان نه لري.

هغه وویل چې په راتلونکو اونیو کې به د غزې د حکومتدارۍ، امنیت او بیارغونې په ګډون د مهمو عناصرو په اړه وړاندیزونه وشي.

متحده ایالات چې د حماس پر وړاندې په جګړه کې د اسرائیل کلک ملاتړی دی، استدلال کوي چې حماس اوس دومره کمزوری شوی چې کیدای شي پر ضد یې جګړه ودرول شي. خو نتنیاهو تل ټینګار کړی چې د حماس تر بشپړې تباهۍ پورې به جګړه روانه وي.

د متحده ایالاتو حکومت وړاندیز کړی چې په غزه کې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته، د فلسطین اداره چې په لویدیځه غاړه کې میشته ده او مشري یې محمود عباس کوي، باید د غزې د ادارې مسولیت په غاړه واخلي. حماس ډله له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د غزې تړانګه کنټرول او اداره کوي.

حماس د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سيمو بريد وکړ. د اسرائیلي مقاماتو په وينا په دغه بريد کې د حماس سخت دريځو لږ تر لږه ١١٧٠ کسان وژلي او شاوخوا ٢٥٠ يې يرغمل کړي دي.

د دغه برید په غبرګون کې اسرائیل پر غزې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر اوسه څه دپاسه ۳۷ زره فلسطینیان چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG