د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن: د امریکا-عربستان د موافقې بشپړیدو ته نژدې شوي یو


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ می ۲۲ (غبرګولي ۲) وویل چې امریکا او سعودي عربستان د انرژۍ، امنیت او دفاعي همکاریو په اړه موافقې ته نږدې شوي چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې معاملې برخه ده.

بلینکن د امریکا د استازو په مجلس کې په یوه استماعیه غونډه کې وویل چې دا تړون به "په څو اونیو کې" نهايي شي، خو زیاته یې کړه چې د سعودي عربستان اساسي شرط "په غزه کې ارامتیا او د فلسطین د رسمیت پیژندلو لپاره د باور وړ لار" ده.

خو بیا هم، د متحده ایالاتو او سعودي عربستان ترمنځ د موافقې برخلیک لاهم روښانه نه دی، ځکه چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تل د فلسطیني دولت د جوړیدو پلانونه رد کړي دي.

په داسې حال کې چې واشنګټن د اسرائیل او حماس ترمنځ د یوې موافقې په چوکاټ کې په غزه کې د آرامۍ او د یرغمل شویو خوشې کیدو لپاره مبارزه کوي، بلینکن د متحده ایالاتو قانون جوړونکو ته وویل چې د اسرائیل لپاره د انتخاب کولو وخت په نژدې کیدو دی.

بلینکن وویل: "تر اوسه پورې دا د اسرائیل لپاره یوه فرضي یا نظري پوښتنه وه. فرض دا چې د متحده ایالاتو او سعودي عربستان ترمنځ تړونونه نهایي شي، هغه فرضي یا نظري پوښتنه په یوې واقعي پوښتنې اوړي چې هغوی باید هر ډول چې وي ورته ځواب ورکړي."

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیل تر برید وړاندې د امریکا حکومتي مقاماتو له اسرائیل سره د سعودي عربستان د اړیکو د عادي کېدو په بدل کې له ریاض سره د واشنګټن د امنیتي ژمنو خبره کړې وه، خو د غزې د جګړې له پیلېدو وروسته دغه بهیر سخت له ننګونو سره مخ شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG