د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې اوربند ته د حماس ځواب : د اسرائیل 'تیری 'دې په بشپړه توګه بند شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په اردن کې د غزې وضعیت په هکله غونډې کې برخه اخیستې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په اردن کې د غزې وضعیت په هکله غونډې کې برخه اخیستې وه.

د حماس ډلې سه شنبه جون ۱۱ ( غبرګولي ۲۲) په غزې کې د اوربند وړاندیز ته خپل رسمي ځواب ورکړی او د فلسطین په خاورې کې یې د اسرائیل د "تیري" په بشپړه توګه بندیدل غوښتي دي.

د حماس ډلې او اسلامي جهاد په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې اوربند ته د دوي ځواب د فلسطین ولس ګټو ته د لومړیتوب ورکولو له مخې ورکړل شوی او په غزې کې د اسرائیلي ځواکونو د روانو عملیاتو په بشپړه توګه بندیدل یې غوښتي دي.

یوه سرچینه چې د دې ځواب په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته یې ویلي چې د حماس ډلې د اوربند وخت په ګډون د اوربند پدې وړاندیز کې د ځینو شیانو د بدلولو غوښتنه کړې او د غزې څخه د ټولو اسرائیلي ځواکونو غوښتنه یې هم کړیده.

د اوربند دا وړاندیز چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس تیره میاشت د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړ، اسرائیل وار د مخه منلی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د رایو په غوڅ اکثریت په یو پریکړه لیک کې ومانه چې مسوده یې متحده ایالاتو چمتو کړې وه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې د حماس پرته نورو ټولو خواوو د اوربند دا غوښتنه منلې او دا یې هم ویلي که چیرته دا ډله یې ومني، ملامتي یې په همدوي راځي.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزه کې د اسرائیل - حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې له ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه په شا شي او د حماس له خوا ځینې یرغمل شوي بیرته خوشې شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه دده."

بایډن په تیرو څو میاشتو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له څو وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی چې د هر یو چوکاټ له وروستي وړاندیز سره ورته‌والی درلود خو یو یې هم عملي نشو.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې د غزې اوربند په هکله وړاندیز ته یې د حماس ځواب یې د قطر او مصر منځګړو څخه تر لاسه کړی او متحده ایالات یې ارزوي.

ښاغلي کربي په خبري کنفرانس کې د حماس د ځواب جزیات په ډاګه نکړل خو تر دې وړاندې حماس په غزې کې په بشپړه توګه د اوربند او د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل غوښتي و چې اسرائیل رد کړي و او ټینګار یې پدې و چې تر هغې به د حماس پر ضد جنګیږي تر څو یې دا ډله له منځه نه وي وړي او پاتې برمته شوي کسان یې نه وي خوشې کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG