د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا په غزې کې د اوربند پریکړه لیک منظور کړ


امنیت شورا کې د غزې د اوربند پریکړه لیک ته ۱۴ مثبیتې رایې ورکړل شوې؛ روسیې په رایه ګیرۍ کې برخه وانخیسته.
امنیت شورا کې د غزې د اوربند پریکړه لیک ته ۱۴ مثبیتې رایې ورکړل شوې؛ روسیې په رایه ګیرۍ کې برخه وانخیسته.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو دوشنبه جون ۱۰ ( غبرګولي ۲۱) په غزې کې د اسرائیل - حماس تر منځ اوربند لپاره یو پریکړه لیک منظور کړ چې مسوده یې متحده ایالاتو جوړه کړې وه.

دا پریکړه لیک داسې مهال منظوریږي چې متحده ایالاتو دیپلوماتیکې هلې ځلې ګړندۍ کړي چې د حماس ډله وهڅوي په غزې کې اوربند ومني.

پریکړه لیک ته ۱۴ مثبیتې رایې ورکړل شوې؛ روسیې په رایه ګیرۍ کې برخه وانخیسته خو د دې پریکړه لیک منظوریدو هرکلی یې کړی.

روسیې د ټولو خواوو څخه غوښتي چې د دې اوربند شرایط پرته له ځنډ او قید او شرط عملي کړي.
د امنیت شورا په پریکړه لیک کې ویل شوي چې اسرائیل د اوربند او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره د جمهور رئیس جو بایډن لخوا اعلان شوې طرحه منلې او د حماس څخه یې هم غوښتي چې وې مني.

د حماس ډلې د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د رایه ګیرۍ څخه وروسته وویل چې ددې اقدام هرکلی کوي خو دا یې ندي ویلي چې آیا دا وړاندیز به ومني که نه. تر دې وړاندې د حماس ډلې د جمهور رئیس بایډن د طرحې هرکلی کړی و.

خو د اسرائیل د صدراعظم د کابینې څو وزیرانو خبرداری ورکړی و که دا طرحه عملي شي، هغوي به حکومت پریږدي.

ښاغلي بایډن چې د لومړي ځل لپاره یې په غزه کې د اسرائیل - حماس تر منځ د جګړې پای ته رسولو د حل لارې په هکله مهمه وینا کوله، وویل د اسرائیل لخوا نوې وړاندیز شوې طرحه درې پړاوه لري چې په لومړي کې به یې په غزه کې د شپږو اوونیو لپاره اوربند وشي، اسرائیلي ځواکونه به د غزې تړانګې له ټولو ګڼ میشتو سیمو څخه په شا شي او د حماس له خوا ځینې یرغمل شوي بیرته خوشې شي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس له سپینې ماڼۍ څخه په تلویزیوني وینا کې وویل: "د دې جګړې د پای ته رسیدو وخت راغلی. اسرائیل نوی جامع وړاندیز کړی. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو او تل پاتې اوربند یوه طرحه دده."

بایډن په تیرو څو میاشتو کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له څو وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی چې د هر یو چوکاټ له وروستي وړاندیز سره ورته‌والی درلود خو یو یې هم عملي نشو.

د دوشنبې ورځې رایه ګیرۍ څخه وروسته په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، " نن مو سولې ته رایه ورکړه."

او زیاته یې کړه چې دې پریکړه لیک د حماس ډلې ته ښکاره پیغام ورکړ.

میرمن ګرینفیلډ د حماس ډلې څخه وغوښتل، "د اوربند موافقه ومنئ چې اسرائیل وار د مخې منلې. که د حماس ډله دا موافقه ومني، په غزې کې همدا نن جګړه بندیږي."

خو د دې پریکړه لیک سرنوشت لا په ناڅرګند حالت کې دی ځکه د حماس ډلې تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې د دایمي اوربند پرته به د اوربند هیڅ ډول تړون ونه مني – هغه غوښتنه چې اسرائیل په ټینګه رد کړی او هوډ یې څرګند کړی چې تر هغې به جګړه کوي چې د حماس ډله یې له منځه نه وي وړې او ټول برمته شوي کسان یې نه وي راخوشې کړي.

د اوربند وړاندیز له مخې چې بایډن تیره میاشت په ډاګه کړ، له مخې اسرائیل به پدې شرط د غزې ګڼ میشتو سیمو څخه ووځي چې د حماس ډله ټول برمته شوي کسان پریږدي. اوربند به د شپږو اوونیو لپاره وي او په همدې مودې کې به مذاکره چیان په غزې کې د دایمي اوربند لپاره خبرې اترې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG