د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو غزې ته د مرستې رسولو په تړاو د اسرائیل د پریکړې هرکلی کړی


فلسطینانو د غزې په جنوب کې د اسرائیل په بریدونو کې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د اختر لمونځ ادا کړ
فلسطینانو د غزې په جنوب کې د اسرائیل په بریدونو کې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د اختر لمونځ ادا کړ

ملګرو ملتونو غزې ته د مرستو د رسولو لپاره د اسرائیل د پوځ له لوري د دغه ښار په جنوب کې د ورځې له خوا د جګړې له ودرولو څخه هرکلی کړی دی خو د فلسطین په خاوره کې یې د بشردوستانه مرستو په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره د زیاتو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې ویاند جینس لیرک د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۷) د فرانسې خبري‌ اژانس ته وویل سره له دې چې تر اوسه اړمنو کسانو ته د ډيرو مرستو رسولو په برخه کې عملي اقدام نه دی شوی خو دوی د اسرائیل د پوځ د وروستي‌ تصمیم هرکلی کوي.

لیرک وویل: "موږ هیله لرو دا د اسرائیل له لوري د اوږد مهالو مسلو د حل لپاره، چې په غزه کې د موثرو بشر دوستانه مرستو مخنیوی کوي، د لازیاتو ملموسو اقداماتو لامل شي".

د اسرائیل پوځ د یکشنبې په ورځ جون ۱۶ (غبرګولي ۲۷) وویل د غزې په جنوب کې د یوې لارې په اوږدو کې به د ورځې له خوا جګړه ودروي، ترڅو هغو ناهیلو فلسطنیانو ته چې د جګړې له امله د رامنځ ته شوي انساني ناورین څخه کړیږي بشر‌دوستانه مرستې ورسول شي.

د اسرائيل پوځ ویلي چې د ورځې له خوا د جګړې ودرول به په سیمه‌ییز وخت د سهار له اتو څخه د ماښام تر اوو پورې تر دویمې خبرتیا دوام وکړي.

د اسرائیل پوځ د کرم شالوم له مسیر څخه چې د مرستو د ترلاسه کولو اساسي‌ لاره ده، د مرستې رسونې لاریو ته د تګ راتګ اجازه ورکول د ورځې په اوږدو کې د جګړې ودرولو عمده هدف بللی دی ترڅو دغه لارۍ د صلاح‌الدین پر لویې لارې باندې په خوندي‌ توګه سفر وکړي. د کرم شالوم مسیر وروسته له هغې له ستونزو سره مخ شو چې د اسرائیل ځمکني ځواکونه د مۍ په لومړیو کې رفح ته دننه شول.

د اسرائیل پوځ ویلي په یاده سیمه کې د ورځې له خوا د جګړې ودرول د یکشنبې په ورځ چې د غزې او نورو سیمو مسلمانان یې د لوی اختر د لومړۍ ورځې په توګه لمانځي، د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویو ادارو سره له خبرو اترو وروسته پیل شو.

د اسرائیل د پوځ له خوا په جګړه کې دا "تاکتیکي وقفه" چې په رفح کې د یو دولس کیلو متره سرک په اوږدو کې عملي کیږي د بشپړ اوربند د غوښتنې په پرتله ډیر کم اقدامات ګڼل کیږي چې د اسرائیل د لوی متحد امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې ورباندې ټینګار درلود.

د اسرائیل د پوځ اړوند د ګوکت اداره چې د بشري مرستو د ویشلو څخه څارنه کوي ویلي‌ چې دغه سرک د خان یونس، ماواصي او د غزې مرکز په ګډون د دغه ښار نورو سیمو ته د مرستو رسولو چارې ګړندۍ کوي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په حکومت کې د سخت‌دریځو ملي‌پالو چې د جګړې له ودرولو سره مخالفت لري له انتقادونو وروسته د اسرائیل پوځ ویلي چې د غزې په نورو سیمو کې به جګړه نه ودرول کیږي او د مرستو رسولو په برخه کې به هم هیڅ ډول بدلون رانشي.

اسرائیل او حماس دغه راز د اوربند د وړاندیز د طرحې پر سر چې د متحده ایالاتو د ولسمشر جوبایډن له لوري وړاندې شوې ده او د جګړې د ودرولو او یرغمل شویو د بیرته خوشې کولو په برخه کې د بایډن د ادارې یو له عمده فشارونو څخه ګڼل کیږي غور کوي. اسرائیل له دغې طرحې څخه بشپړ ملاتړ نه دی کړی او حماس هم په کې د یو لړ بدلونونو غوښتنه کړې چې اسرائیل ته د منلو نه دي.

اسرائيل د یکشنبې په ورځ د غزې په وروستیو بریدونو کې د خپلو ۱۱ وژل شویو عسکرو نومونه اعلان کړل چې ورسره له تیر کال راهیسې پر غزې د اسرائیلو په برید کې د وژلو شویو اسرائیلي‌ عسکرو شمیر ۳۰۸ ته پورته شو.

د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې دغې ډلې وسله‌والو د تیر عیسوي کال د اکتوبر په اومه پر اسرائیل برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او لسګونه نور یرغمل شول.

د غزې د صحي چارواکو په وینا اسرائیل د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې تر اوسه له ۳۶زرو څخه زیات کسان وژلي او لسګونه زره نور یې ټپیان کړي‌ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG