د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې وضعیت د بایډن، هریس او نتنیاهو ترمنځ د بحث یوه موضوع وه


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په غزې کې د کړاو زېږونکي وضعیت په ارام کولو وغږېدل
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په غزې کې د کړاو زېږونکي وضعیت په ارام کولو وغږېدل

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن او د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو په غزې کې د کړاو زېږونکي وضعیت په ارام کولو وغږېدل، خو کاملا هریس تنده لهجه خپله کړه او ویې ویل چې په غزې کې د بشري کړاو په اړه «جدي اندېښنه» لري.

هریس، چې په خپلو انتخاباتي‌ کمپاینونو کې بوخته ده،‌ وویل چې اسرائیل د ځان د دفاع حق لري خو د دفاع څرنګوالی یې مهم دی.

هغې وویل: «ما د بې ګناه ولسي خلکو د مړینې په ګډون په غزې کې د بشري کړاو د کچې په اړه خپله اندېښنه صدراعظم (نتنیاهو) ته څرګنده کړه. او د ترینګلي بشري وضعیت په اړه مې خپله جدي اندېښنه روښانه کړه او دا چې هلته دوه میلیون خلک د غذايي مصونیت په برخه کې له ډېر مشکل سره مخامخ دي او نیم میلیون نور بیا د بحران تر کچې د غذايي مصونیت له جدي ستونزو څخه کړېږي. په غزې کې په تېرو نهو میاشتو کې چې څه پېښ شوي‌، ویجاړوونکي دي.»

په غزې کې د نتنیاهو د پوځي چلند ضد اعتراض کوونکو د کاملا هریس دغه تنده لهجه ستایلې او له بایډن څخه یې غوښتي چې له اسرائیل سره حمایت کم کړي. معترض کوونکو تېره ورځ هم د سپینې ماڼۍ په مخکې راټول شوي‌ وو.

سپینه ماڼۍ وايي له نتنیاهو سره د بایډن ملاقات رغوونکی و، خو په غزې کې د اوربند په اړه یې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړی. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي امریکا غږ ته وویل چې دواړو مشرانو «ښه بحث» وکړ.

هغه وویل: «ولسمشر دا فرصت پیدا کړ چې د اوربند د اوسني وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي او د هغه د بشپړېدو غوښتنه وکړي او د نورو مسائیلو تر څنګ د ایران د بې ثباته کوونکو فعالیتونو، شخړو... له لبنان سره او د غزې له خلکو سره د نورو بشري مرستو په ضرورتونو وغږېږي.»

امریکا، مصر او قطر له څو میاشتو راهېسې هلې ځلې کوي چې په غزې کې اوربند وشي، یرغمل شوي پرېښودل شي او غزې ته د بشري مرستو استول یقیني شي. تر دې دمه د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند هڅو نتیجه ورکړې نه ده او د جګړې په اوږېدو سره دا ویره پیدا شوې چې جګړه په سیمه کې زیاته نه شي.

د سپینې ماڼۍ یو مقام تېره ورځ ویلي وو چې ممکن په دغه ملاقات کې د ایران د ملاتړو ډلو حماس، حزب الله او حوثي یاغیانو په ګډون د نورو ډلو د ګواښونو په اړه هم بحث وشي.

د دواړو مشرانو د خبرو په اجنډا کې د جګړې بندولو لپاره په یو اوربند د توافق، د یرغملو او یو شمېر فلسطیني بندیانو د پرېښودو او د غزې اوسېدونکو ته د بشري مرستو د زیاتوالي مسائیل شامل وو.

بایډن او نتنیاهو د امریکايي یرغمل شویو له کورنیو سره هم وغږېدل. نتنیاهو تېره ورځ د متحدو ایالتونو کانګرس ته په وینا کې د حماس په ضد د خپل هېواد د جګړې دفاع وکړه او په همدې حال کې زرګونو کسانو د هغه په ضد په واشنګټن ډي سي کې مظاهره وکړه.

نتنیاهو ژمنه وکړه چې تر «بشپړ بري» او د ټولو یرغمل شویو تر بېرته ستنولو پورې به د فلسطیني‌ اورپکو په ضد جګړه کوي. د دیموکرات ګوند ۵۰ قانون جوړوونکو د اسرائیل د صدراعظم وینا تحریم کړې وه.

نتنیاهو حماس د جګړې په اوږدولو تورن کړ خو ویې ویل چې د اوربند په اړه مذاکرات به ورو وور بریالي شي، خو په تېرو څو میاشتو کې د دغو مذاکراتو د ټکني کېدو په اړه یې معلومات ورنه کړل. ټاکل شوې نتنیاهو به نن جمعه د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له کاندید ډونالډ ټرمپ سره هم ګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG