د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا کانګرس ته د اسرائیل د صدراعظم د وینا پر ضد مظاهرې شوي


مظاهره کوونکو سره کمیسونه اغوستي چې پرې لیکل شوي و، "زمونږ په نامه نه". هغوی د ځان سره لوحې هم راوړې چې پرې لیکل شوي و: "غزه ژوند کولو ته پریږدئ."
مظاهره کوونکو سره کمیسونه اغوستي چې پرې لیکل شوي و، "زمونږ په نامه نه". هغوی د ځان سره لوحې هم راوړې چې پرې لیکل شوي و: "غزه ژوند کولو ته پریږدئ."

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو کانګرس دواړو خونو ته وینا وکړي، یو شمیر مظاهره چیانو سه شنبه جولای ۲۳ ( زمري دویمه) د کانګرس ماڼۍ مخې ته پرلت وهلی و.

پولیسو ګڼ شمیر مظاهره کوونکي نیولي هم دي.

ځینو کسانو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د هغه هوټل مخې ته هم لاریون وکړ چې نتنیاهو پکې پاتې کیږي، خو د واشنګټن په سیمه ایز وخت سه شنبه ماښام سلګونه کسان د کانګرس ماڼۍ هغې برخې کې سره راټول شول چې د استازو مجلس غړیو دفترونه پکې دي.

مظاهره د "سولې لپاره د یهودانو غږ" په نامه سازمان جوړه کړې وه.

مظاهره کوونکو سره کمیسونه اغوستي چې پرې لیکل شوي و، "زمونږ په نامه نه" او د ودانۍ په غولي ناست و. هغوی د ځان سره لوحې هم راوړې چې پرې لیکل شوي و، "غزه ژوند کولو ته پریږدئ."

مظاهره کوونکو شعارونه ورکول او چکچکې یې کولې.

سره لدې چې د پلازمینې واشنګټن ډي سي پولیسو مظاهره کوونکو ته د تګ په خاطر څو ځله خبرداري ورکړل، خو هغوي دا خبرداري ونه منل او پولیسو ګڼ شمیر مظاهره کوونکي یو په بل پسې ونیول."

یوه مظاهره کوونکې چې د خپلو دوو لوڼو سره د نیویارک ایالت څخه په موټر کې دې مظاهرې کې د ګډون لپاره راغلې وه، رسنیو ته یې وویل، " زه د یو کس لور یم چې په هالوکاست کې ژوندی پاتې و. زه پوهیږم چې هالوکاست څه ډول ښکاریده. کله چې مونږ وایو بیا هیڅکله نه، هدف مو دا دی چې هیڅکله نه د ټولو لپاره."

پولیسو د دې مظاهره کوونکي دواړه لوڼې ونیولې.

مظاهره کوونکي د امریکا په جمهور رئیس جو بایډن په قهر و او له هغه یې غوښتل چې په سمدستي توګه اسرائیل ته د ټولو وسلو ورکول بند کړي.

یو مظاهره کوونکي وویل: "زمونږ تمرکز په نتنیاهو( د اسرائیل صدراعظم) نه دی. هغه یو نښه دی. خو بایډن څنګه د اوربند غوښتنه کوي چې (اسرائیل) ته بمونه او الوتکې استوي."

سره لدې چې د پلازمینې پولیسو ندي ویلي چې ټول ټال یې څومره کسان نیولي خو د سولې لپاره د یهوادو غږ سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي چې پولیسو د لسګونو یهودانو مذهبي مشرانو په ګډون ۴۰۰ تنه نیولي دي.

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ هم ګڼ شمیر مظاهرې هغه وخت وشي چې د اسرائیل مشر د کانګرس غړیو ته وینا کوي. پولیسو د دې وینا څخه وړاندې د کانګرس ماڼۍ په شاوخوا کې امنیتي تدابیر ډیر کړي او ګڼ شمیر لارې یې بندې کړیدي.

نتنیاهو به د پنجشنبې په ورځ د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG