د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او نتنیاهو په غزه کې د جګړې او اوربند د مذاکراتو په اړه خبرې کوي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن (چپ) او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن (چپ) او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمری څلورمه) په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو کوربه دی. تمه کیږي چې د دواړو مشرانو خبرې د غزې په تړانګه کې په وضعیت باندې تمرکز ولري.

د متحده ایالاتو یو لوړپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې بایډن به په دې لیدنه کې له اسرائیل څخه د واشنګټن د "اوسپنیز ملاتړ" پر ژمنې ټینګار وکړي.

دغه لوړپوړي چارواکي وویل چې دواړه مشران به د حماس، حزب الله او د یمن د حوثيانو په ګډون په سیمه کې د ایران د ملاتړ لرونکو اورپکو ډلو په اړه هم وغږیږي.

تمه کیږي چې بایډن او نتنیاهو د داسې یو اوربند په ټینګولو هم خبرې وکړي چې په ترڅ کې یې په غزه کې جګړه ودریږي، د حماس له ولکې څخه یرغمل کسان خوشې شي او د غزې تړانګې ته بشردوستانه مرستې جریان ومومي.

د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړیتوب په سیمه کې د اوربند او یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره د تیرو څو میاشتو راهیسې مذاکرات او هلې ځلې روانې دي خو تراوسه یې نتیجه نده ورکړې او په کړکېچ کې د لبنان د حزب الله او د یمني حوثیانو له شاملېدو سره داسې اندېښنې زیاتې شوي چې دغه کړکېچ به د منځني ختیځ نورو سیمو ته هم وغځیږي.

ټاکل شوې چې بایډن او نتنیاهو له خبرو وروسته له هغو امریکايي کورنیو سره وویني چې غړي یې د حماس لخوا په یرغمل شویو کسانو کې شامل دي.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ ناوخته د متحده ایالاتو د ولسمشر له مرستیالې او د نومبر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دیموکرات ګوند له احتمالي کاندیدې کاملا هریس سره هم وګوري.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ به د جمعې په ورځ په فلوریډا ایالت کې د نتنیاهو کوربه وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG