د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو د حماس ضد جګړې دفاع وکړه؛ واشنګټن کې یې په ضد مظاهره وشوه


د اسرائیل صدراعظم د متحدو ایالتونو کانګرس ته وینا وکړه
د اسرائیل صدراعظم د متحدو ایالتونو کانګرس ته وینا وکړه

د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو د چهارشنبې په شپه جولاۍ ۲۴ (زمری درېیمه) د متحدو ایالتونو کانګرس ته په وینا کې د حماس په ضد د خپل هېواد د جګړې دفاع وکړه او په همدې حال کې زرګونو کسانو د هغه په ضد په واشنګټن ډي سي کې مظاهره وکړه.

نتنیاهو ژمنه وکړه چې تر «بشپړ بري» او د ټولو یرغمل شویو تر بېرته ستنولو پورې به د فلسطیني‌ اورپکو په ضد جګړه کوي.

په همدې حال کې د فلسطین زرګونو پلویان او د جګړې ضد اعتراض کوونکي د کانګرس ودانۍ څخه د باندې راټول شوي وو او د دیموکرات ګوند ۵۰ قانون جوړوونکو د اسرائیل د صدراعظم وینا تحریم کړې وه.

نتنیاهو د ولسمشر بایډن مننه وکړه چې د حماس ضد جګړې کې یې وسلې اسرائیل ته ورکړې او د مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې مننه وکړه چې د امریکا سفارت یې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقال کړ.

نوموړي په اسرائيل باندې د حماس د تېرکال د اکتوبر د اومې نېټې بریدونه د ۱۹۴۱کال کې د امریکا د بحري ځواکونو په مرکزونو باندې د جاپان او په امریکا باندې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یولسې له ترهګریزو بریدونو سره پرتله کړل.

هغه د حماس په ضد جګړې ته په شارې وویل: «موږ یوازې د خپل ځان نه، ستاسو ساتنه هم کوو. زموږ دښمنان ستاسو دښمنان دي. زموږ بریا ستاسو بریا ده. موږ امریکایي ځواکونه د (جګړې) له میدان څخه لېرې ساتلي. موږ ته ژر وسایل راکړئ او موږ به کار ژر تمام کړو.»

هغو دیموکراتانو، چې د نتنیاهو وینا ته نه وو تللي، وویل چې د جګړې په څرنګوالي او اوربند ته په رسېدو کې د نتنیاهو د توانمندۍ په اړه یې اعتراض کړی. دیموکرات سناتور دیک دوربن په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د غزې په جګړې کې د اسرائیل اجرات «ظالمانه تګلاره د ځان څخه د دفاع له هرې منونکې کچې څخه» ورتېر دي.

هغه وویل چې د اسرائیل ننګه به وکړې خو د نتنیاهو خبرو ته به لاسونه ونه پړقوي.

خو د امریکا د استازو جرګې دیموکرات غړي ګېب امو هیله څرګنده کړه چې واشنګټن ته د نتنیاهو سفر په راتلونکي باندې ډیر تمرکز وکړي. امو د امریکا غږ د اردو څانګې سره په خبرو کې وویل: "یو داسې راتلونکی چې په سیمه کې ثبات راولي، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون ضمانت کوي، د بشري اړتیاوو په اړه جدي او ژور غور کوي، او د اسرائیل او فلسطینیانو امنیت یو شان تضمینوي."

دا په داسې حال کې ده چې د کانګرس پولیس افسران له مظاهره چیانو سره ښکېل شوي‌ او پر هغوی یې د مرچو سپرۍ کارولې ده.

ځینو معترضینو د نتنیاهو لوی تصویر د «شیطان په ښکرونو» ځړولی و او تصویر یې داسې جوړ کړی و چې د هغه له خولې جعلي وینې بهېدې. ځینو نورو بیا داسې شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي وو: «نتنیاهو ونیسئ او له اسرائیل سره د متحدو ایالتونو مرستې بندې کړئ... فلسطین ازاد کړئ.»

د دغې مظاهرې یو ګډونوال کلیم هوا امریکا غږ ته وویل: «زموږ هدف دا دی چې بینیامین نتنیاهو جنګي مجرم دی او موږ غواړو دا پیغام انتقال کړو چې واشنګټن د هغه هرکلی ونه کړي. متحده ایالتونه د هغه هرکلی نه کوي‌ اواسرائیل د فلسطین د خلکو د روانې نسل وژنې له کبله په منفور هېواد بدل شوی دی.»

په مظاهره کوونکو د نتنیاهو د ګوتو په شمېر پلویان هم و. د یو پلوي نوم یې جرمي و او ویل یې چې د کاناډا دی.

هغه وویل چې د اسرائیل، امریکا او کاناډا پلوی دی: «زه د هغوی ترهګرو مخالف یم چې د خپلو ولسي‌ خلکو تر وزر لاندې پټېږي او داسې جکړې پیلوي چې بیا یې ختمولای نه شي.»

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG