د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار سازمان: حماس د اکتوبر په اوومه 'سلګونه' جنګي جنایتونه کړي


د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې د وژل شویو او یرغمل شویو اسرائیلي وګړو د کورنیو غړي.
د حماس د اکتوبر اوومې په برید کې د وژل شویو او یرغمل شویو اسرائیلي وګړو د کورنیو غړي.

د بشري حقونو د څار سازمان په یو راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۷) خپور شو، ویلي چې حماس د اکتوبر په اوومه په اسرائیل باندې په ناڅاپي برید کې د نورو فلسطیني وسله والو ډلو مشري کړې او سلګونو جنګي جرمونه یې کړي دي.

حماس په جنوبي اسرائیل کې د بې‌ساري برید په اړه دغې ژورې نړیوالې څېړنې ته په قهر غبرګون ښودلی او د بشري حقونو د څار سازمان څخه یې غوښتي چې راپور بیرته واخلي او "بخښنه وغواړي."

په راپور کې د نړیوالو قوانینو له مخې یو لړ جنایتونه په ګوته شوي چې د راپور په وینا، حماس او متحدینو یې ترسره کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان مرستیالې بلقیس ویلي یوې خبري غونډې ته وویل: "دا زموږ لپاره ناممکنه ده چې د مشخصو مواردو دقیقې شمېرې وښیو." چې د هغې په خبره، "په څرګنده په هغه ورځ په سلګونو وو."

د راپور له مخې، په دغو جرمونو کې "د ملکي وګړو او ملکيانو د توکو په وړاندې قصدي او بې توپیره بریدونه، په توقیف کې د خلکو قصدي وژنه، ظالمانه او نور غیر انساني چلند، جنسي او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، یرغمل نیول، د جسدونو ټوټې ټوټې کول، انسانان د سپر په توګه کارول، لوټ او تالان شامل دي."

راپور د جنیوا د کنوانسیونونو له مخې، په جګړه کې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو او مقرراتو څخه په سرغړونو تمرکز کوي.

که څه هم حماس د برید د تنظیم کونکي په توګه پیژندل کیږي، په راپور کې د فلسطین اسلامي جهاد په ګډون د نورو وسله والو ډلو نومونه هم اخیستل شوي چې د اکتوبر په اوومه یې جنګي جنایتونه کړي دي.

ویلی وویل: "حقیقت دا دی چې دا واقعیا د غزې ملکي وګړي نه وو چې ترټولو ناوړه سرغړونې یې ترسره کړې. دا هغه ادعا ده چې د حماس لخوا له پیښو څخه د ځان لیرې ښودلو او د سرائیل لخوا د ځوابي بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده."

په راپور کې ویل شوي: "په برید کې، په ډیری ځایونو کې، اورپکو په مستقیمه توګه او له نږدې واټن څخه په هغو ملکي خلکو ډزې کړي چې زیاترو یې د تیښتې هڅه کوله."

راپور زیاتوي: "هغوی لاسي بمونه غورځولي او په خوندي خونو او نورو پناه ځایونو یې ډزې کړي او کورونه یې د راکټ په مرمیو ویشتلي دي. هغوی یو شمېر کورونه سوځولي چې دننه پکې خلک سوځېدلي او یا له دود څخه مړه شوي دي."

د بشري حقونو د څار سازمان وویل چې "د جنګیالیو لخوا د جنسي او جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي شواهد یې موندلي چې په کې د جبري عریانۍ او له رضایت پرته په ټولنیزو رسنیو کې د جنسي عکسونو خپرول شامل دي."

راپور په شخړو کې د جنسي تیري په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د یوې ډلې په حواله ویلي چې دوی له هغو خلکو سره مرکې کړي چې "لږترلږه په دریو ځایونو کې د جنسي تیري او ډله ایز جنسي تیري" شاهدان دي.

حماس چې د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې له لورې د تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی، ددغه راپور په خپرېدو په قهر شوی او هغه یې رد کړی دی. د حماس په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "موږ د اشغال په اړه درواغ او ښکاره تعصب او د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د مسلکيتوب او اعتبار نشتوالی غندو او [د راپور] د بیرته اخیستو او بخښنې غوښتلو غوښتنه کوو."

د اسرائیلي ارقامو پراساس، د اکتوبر د اوومې د برید په پایله کې، ۱۱۹۵ کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي. وسله والو ۲۵۱ نور کسان یرغمل نیولي، چې ۱۱۶ یې په غزه کې پاتې دي، چې د پوځ په وینا، ۴۲ یې وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د سرائیل د پوځ په ځوابي عملیاتو کې، په غزه کې لږترلږه ۳۸۶۶۴ کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په دغه راپورکې یوازې د اکتوبر د اوومې پیښې پوښل شوي، او له هغه وروسته جګړو ته کتنه نده شوې. حماس ویلي چې دغه سازمان باید د اسرائیل د ځوابي عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي د غزې د بحران څارنه یې دوام لري.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر څارنوال د محکمې له قاضیانو غوښتي چې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او ددې ډلې د غزې د څانګې مسئول یحیا سنور په ګډون د حماس د هغو مشرانو د نیولو حکم صادر کړي چې په جنګي او بشر ضد جنایتونو تورن دي.

څارنوال "پر ملکیانو د لوږې تیرولو" څخه نیولې تر "وژنې" پورې د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو د امر صادرولو غوښتنه هم کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG