د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرائیل کې لاریون کوونکي انتخابات او د یرغمل شویو خلاصون غواړي


دا دویمه ورځ ده چې په اسرائيل کې لاریون کوونکي لاریون کوي.
دا دویمه ورځ ده چې په اسرائيل کې لاریون کوونکي لاریون کوي.

په اسرائیل کې لاریون کوونکو د یکشنبې په ورځ جولاۍ اوومه (چنګاښ ۱۷) د تل ابیب په ښار کې سړکونه وتړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د یرغمل شویو د خلاصون په اړه له حماس سره یوه معامله وکړي.

د غزې د جګړې لس میاشتې پوره شوې او دا دویمه پرلپسې ورځ ده چې لاریون کوونکي په اسرائيل کې لاریون کوي.

په ټول اسرائيل کې د «ګډوډۍ ورځ» په نوم دا لاریون په ځايي وخت د سهار په ۶:۲۹ دقېقو پیل شو، دا هغه وخت دی چې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه پيل کړل او بیا جګړه پيل شوه.

لاریون‌ کوونکو چې بیرغونه یېله ځان سره لیږدول د تل ابیب په یوې څلور لارې کې د موټرو په مخ لار بنده کړه او د ټاکنو د ترسره کېدو او د حکومت له لوري د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.

پولیسو د یکشنبې په ورځ د لاریون له پیلېدو څخه وړاندې په بیت المقدس کې د اسرائیل د صدراعظم بینیامین نتنیاهو د استوګنځای په شاوخوا کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

د حکومت ضد لاریون کوونکو یوه شپه وړاندې لویه لاره تړلې وه او له دې وړاندې چې سیمې ته د اوبو شنیدلو موټرې ورسېږي په اسونو سپرو پولیسو سره لاس او ګریوان شول.

منځګړو د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د خبرو اترو تازه هڅې پیل کړې دي او د یرغمل شویو کسانو د کورنیو غړو ویلي چې دا هڅې هغوي ته نوې هیلې ورکوي.

د یرغمل شوي اوفیر کادیرون د کورنۍ غړي ساچر مور د شنبې په ورځ د لاریون په مهال وویل د لومړي‌ ځل لپاره دا احساسوي چې د بل هر وخت په پرتله اوس د «خپلو عزیزانو بیرته راتګ» ته نژدې شوي دي او دا «یو فرصت دی چې باید له لاسه لاړ نشي».

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د اکتوبر په اومه پر اسرائیل باندې د حماس به برید کې لږ تر لږه ۱۱۹۵ کسان ووژل شول چې لویه برخه یې غیرنظامیان وو.

حماس په دغه برید کې ۲۵۱ کسان یرغمل کړل چې له دې شمېرې ۱۱۶ کسان په غزه کې پاتې دي او د اسرئیل د پوځ په وینا ۴۲ یې وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د صحي چارواکو په وینا اسرائیل د خپلو غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې تر اوسه له ۳۸زرو څخه زیات کسان وژلي او لسګونه زره نور یې ټپیان کړي‌ دي، چې زیاتره یې غیرنظامیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG