د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د غزې ۸۰ په سلو کې وګړي بې ځایه شویدي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشره وایي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر جګړې وروسته پدې تړانګې کې ۱.۹ ملیون وګړي بې ځایه شوي چې د دې تړانګې د ټولو وګړو ۸۰ په سلو کې کیږي.

میرمن سیګرید کاګ سه شنبه جولای دویمه ( چنګاښ ۱۲) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې وویل چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په ښارګوتي کې خلکو ته د وتلو لپاره د اسرائیل امر په هکله ژوره اندیښنه لري.

د ملګرو ملتونو اټکل له مخې د اسرائیل دې امر له کبله به ښایي په ۲۵۰ زره ملکیانو اغیز وکړي چې د خان یونس او رفح ښارګوټي څخه د وتلو امر ورته شویدی.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې د امنیت شورا ته وویل چې په غزې کې ملکي فلسطینیان د "ځوریدو کندې ته ورټیل وهل شوي، ژوندون یې ګډوډ او له منځه تللی".

میرمن کاګ په اوس وخت کې په ځانګړې توګه د خان یونس ښارګوټي کې د ملکیانو وتلو په هکله د اسرائیل په امر ژوره اندیښنه وښوده.

هغې زیاته کړه، " څه باندې یو ملیون وګړي به یو ځل بیا بې ځایه شي چې سرپناوو او خوندیتوب ته سخته اړتیا لري او ۱.۹ ملیونه په ټولې غزې کې بې ځایه شویدي".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مشرې همدارنګه وویل چې په غزې کې جګړې نه یوازې دا چې تر ټولو جامع بشري ناورین پیدا کړی بلکې د "انساني بدمرغۍ ګرداب" سبب شوی.

سره له دې چې له شاوخوا اتو میاشتو راهېسې اسرائيل هوايي او ځمکني عملیات کوي، خو بیا هم جنګیالي په اسرائيل باندې بریدونه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د عربي هېوادونو هلو ځلو لا د اوربند لپاره کومه نتیجه ورکړې نه ده. حماس وایي هر تړون باید جګړه ختمه کړي ‌او اسرائيل باید په بشپړ ډول له غزې څخه ووځي. خو اسرائيل وایي په جګړې کې به موقت اوربند وکړي‌ او د حماس تر ختمېدو پورې به جګړه کوي. حماس له ۲۰۰۷ راهېسې په غزې کې حاکم دی.

له مصر سره په سرحد کې بیا د اسرائيل ټانګونو په رفح کې په ځینو سیمو بریدونه کړي او ډاکټران وایي چې د اسرائيل په بریدونو کې د شپږو وژل شویو مړي روغتون ته انتقال شوي. د یکشنبې په ورځ د سیمې اوسېدونکو د وژل شویو کسانو جنازې وکړې او خاورو ته یې وسپارلې. اوسېدونکو همدغه راز ویلي‌ دي چې اسرائيل د العوده جومات، چې یو مشهور جومات و، سوځولی دی.

اسرائیل وايي په رفح کې یې د عملیاتو هدف د حماس د وروستۍ پوځي قطعې د ختمولو لپاره کېږي.

د اسرائیل پوځ وايي چې ځواکونو یې په رفح کې د استخباراتي معلوماتو په اساس، عملیات کړي او په بېلابېلو جګړو کې یې یو شمېر وسله وال وژلي‌ او تونلونه یې ویجاړ کړي دي.

په غزې کې د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې د تیلو د کموالي له کبله به په ۴۸ ساعتونو کې ټول پاتې روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او د اکسیجین جنراتورونه له فعالیت څخه وغورځي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړي،‌ چې د چارواکو په وینا۱۲۰۰ اسرائيلیان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرائيل په غچ اخیستونکو بریدونو کې تر دې دمه تقریبآ ۳۸۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي، مقامات وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي. خو اسرائيل وايي چې په وژل شویو کې یوه په درېیمه جنګیالي دي.

په جګړې کې د اسرائيل څه باندې ۳۰۰ سرتېري هم وژل شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG