د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل ته د ایران خبرداری؛ که پر لبنان برید وشي 'له منځه وړونکې جګړه' پیلېږي


عکس: ارشیف - د لبناتن پر جنوبي سیمو د اسرائیل بمبارد
عکس: ارشیف - د لبناتن پر جنوبي سیمو د اسرائیل بمبارد

په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت د شنبې په ورځ خبرداری ورکړی که اسرائیل پر لبنان باندې برید وکړي‌ نو د ایران او د سیمه‌یزو متحدینو د "مقاومت له ټولو جبهو" سره به مخامخ شي.

دغه ماموریت د شنبې په ورځ جون ۲۹ (چنګاښ نهم) په خپل اکس پاڼه کې لیکلي، "سره له دې چې ایران په لبنان باندې د برید د ارادې په اړه د صهیونیست رژیم پروپاګند رواني جګړه ګڼي، خو که چیرې دوی په پراخه پیمانه پوځي یرغل پیل کړي، یوه له منځه وړونکې جګړه به رامنځ ته شي."

ایران همداشان خبرداری ورکړی چې ”د مقاومت د ټولو جبهو د بشپړ ګډون په شمول ټول انتخابونه“ د میز په سر دي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د ماموریت دا تبصره په سیمه کې د ”یوې پراخې جګړې“ د پیلېدو له ویرې سره چې اسرائیل او د ایران له ملاتړ څخه برخمن د لبنان حزب‌الله غورځنګ به په کې ښکیل وي شوې ده.

په راپور کې راغلي چې په غزه کې د جګړې له پیلېدو راهیسې کابو هره ورځ اسرائیل او د حزب‌الله غورځنګ ترمنځ د ډزو تبادله شوې ده چې په روانه میاشت کې یې شدت موندلې او دواړو خواو یو بل ته توند ګواښونه ورکړي.

د اسرائيل پوځ ویلي چې پر لبنان د برید طرح ”تائید او منل شوې“ ده او حزب‌الله یې په ځواب کې خبرداری ورکړی چې د جګړې د پیلېدو په صورت کې به یو اسرائیلي وګړی هم خوندي پاتې نشي.

په غزه کې جګړه د اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس ډلې وسله والو د اسرائیل پر جنوبي سیمو باندې برید وکړ.

ایران چې د حماس له ډلې څخه ملاتړ کوي دغه برید بریالی وباله خو خپل لاس لرل یې په کې رد کړي دي.

د اسرائیل پر شمال باندې د حزب‌الله د بریدونو سربیره په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو وسله‌والو په سره سمندرګي کې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړي او ویلي یې دي چې دا کار یې له فلسطینانو سره د پیوستون لپاره کړی دی. ایران همداشان په سیمه کې له نورو ډلو څخه هم ملاتړ کوي.

ایران د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې چې د متحده ایالاتو له ملاتړ څخه برخمن د شاه حکومت یې نسکور کړ اسرائیل په رسمیت نه پېژني.

په سیمه کې د لویې جګړې د پیلېدو ویره وروسته له هغې زیاته شوه چې په اپریل میاشت کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ هوايي برید وشو او د دوو جنرالانو په ګډون اوه ایراني سرتیري ووژل شول.

ایران په خپل غچ اخیستونکي برید کې برید کې د اپریل په ۱۳ او ۱۴ پر اسرائیل باندې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بې‌ساری برید وکړ.

له دغه برید وروسته د ایران دولتي رسنیو په اصفهان کې د څو پرله پسې چاودنو خبر ورکړ او امریکايي‌ رسنیو د متحده ایالاتو د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې اسرائیل پر خپل ”اصلي رقیب غچ اخیستونکي بریدونه“ ترسره کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG