د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل ته د امریکا خبرداری: لبنان کې پوځي عملیات به ایران جګړې ته راکاږي


د متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې مقاماتو د غزې د جګړې د پراخېدو په اړه خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې په لبنان کې د حزب الله په ډلې باندې د اسرائیل پوځي برید به ایران دغې جګړې ته راکش کړي.

د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال چارلس براون ویلي دي چې په لبنان باندې د اسرائيل د برید په صورت کې به ایران لیوال وي چې له حزب الله سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل چې د حزب الله تندلاري د حماس د جنګیالیو په پرتله ډېر امکانات لري.

تر دغو خبرو څو ساعته مخکې د اروپايي ‌ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسئول جوزیپ بوریل په لوګزمبورګ کې خبریالانو ته وویل چې د جګړې د پراخېد خطر هره ورځ ډېرېږي. هغه وویل: "زما په فکر کې، له بده مرغه موږ د جګړې د پراخېدو په درشل کې یو."

جوزیپ همدغه راز وویل چې په غزې کې اوربند ته عاجل ضرورت دی چې بشري مرستې انتقال شي چې په خبره یې "غزې ته د مرستو انتقال ناممکن" شوي دي.

د اسرائيل صدراعظم بینامین نتنیاهو ویلي دي چې د حماس په ضد د جګړې سخت پړاو به ژر ختم شي، خو ویې ویل چې خپل ځواکونه به د لبنان سرحد ته انتقال کړي.

که څه هم هغه وايي له حزب الله سره به یې شخړې ته د پلوماتیک حل پیدا شي، خو زیاته یې کړه چې هېواد یې د دې وړتیا لري او چمتو دی په څو ډګرونو کې وجنګېږي.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او ددفاع وزیر لوید استن نن په واشنګټن کې د اسرائيل د دفاع له وزیر یواف ګالانت سره د غزې د جګړې او د هغه د پراخېدو د خطرونو په اړه خبرې وکړي.

ګالانت په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې «موږ په غزې، لبنان او هر بل ځای کې ضروري اقدام ته چمتو ته» یو.

دا په داسې حال کې ده په منځني ختیځ کې زرګونه جنګیالي چمتو دي که د اسرائيل او حزب الله ترمنځ جګړه زیاته او پراخه شي، دوی د اسرائيل په ضد د حزب الله له ډلې سره یو ځای شي.

په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې، د افغانستان، پاکستان، عراق او عراق ملېشه جنګیالي په سوریې کې د بشار الاسد د رژیم په ننګ جنګېدلي‌ دي. د ایران د ملاتړو ډلو مسئولینو ویلي‌ دي چې له حزب الله سره به یو ځای شي.

اسرائیل له څو میاشتو راهېسې د حماس له ډلې سره په جګړې کې دی او په عین وخت کې د لبنان او اسرائيل په سرحد کې حزب الله له ډلې سره هم وخت ناوخت د ډزو تبادله کوي‌.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG