د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران زرګونه ملاتړي جنګیالي غواړي د اسرائیل سره جګړې کې له حزب الله سره یوځای شي


FILE - Fighters from the Lebanese militant group Hezbollah carry out a training exercise in Aaramta village in the Jezzine District, southern Lebanon, May 21, 2023.
FILE - Fighters from the Lebanese militant group Hezbollah carry out a training exercise in Aaramta village in the Jezzine District, southern Lebanon, May 21, 2023.

په منځني ختیځ کې د ایران د ملاتړو ډلو مسئولین او کارپوهان وايي چې زرګونه جنګیالي چمتو دي که د اسرائيل او حزب الله ترمنځ جګړه زیاته او پراخه شي، دوی به د اسرائيل په ضد د حزب الله له ډلې سره یو ځای شي.

د تېرکال د اکتوبر د اوومې نېټې څخه راوروسته چې حماس په اسرائیل برید وکړ، د اسرائیل او په لبنان کې د حزب الله د ډلې ترمنځ تقریبآ هره ورځ د ډزو تبادله کېږي. خو تېره میاشت د دواړو خواو ترمنځ حالت له هغه وروسته ډېر خراب شو چې اسرائيل په یو برید کې د حزب الله یو قوماندان وواژه او حزب الله د غچ اخیستو لپاره په اسرائیل باندې سلګونه راکټونه او چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې وتوغول.

د اسرائيل مقاماتو ګواښ کړی که له سرحدي سیمو څخه حزب الله په شا نه شي، دوی به پوځي عملیات وکړي.

په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې، د افغانستان، پاکستان، ایران او عراق ملېشه جنګیالي په سوریې کې د بشار الاسد د رژیم په ننګه جنګېدلي‌ دي. د ایران د ملاتړو ډلو مسئولینو ویلي‌ دي چې له حزب الله سره به یو ځای شي.

د حزب الله مشر حسن نصرالله ویلي دي ‌چې د ایران، عراق، سوریې، یمن او نورو هېوادونو څخه جنګیالیو ورته ویلي‌ دي چې زرګونه جنګیالي به ور واستوي،‌ خو دی وايي حزب الله دمخه ۱۰۰زره جنګیالي لري او له هغوی څخه یې «مننه» کړې ده.

نوموړي وویل چې له اسرائیل سره په اوسنۍ جګړې کې یوازې د جنګیالیو یوه برخه دخېله ده چې اشاره یې هغو جنګیالیو ته وه چې بې پیلوټه الوتکې الوځولی او راکټونه توغولای شي.

په لبنان او عراق کې هم د ایران ملاتړو ډلو ویلي دي که له اسرائیل سره جګړه زیاته شوه، دوی به له حزب الله سره یو ځای شي. دا مهال زرګونه جنګیالي سوریې ته استول شوي او که ضرورت یې شو، په اسانه لبنان ته انتقالېدای شي. په عراق کې د جنګیالیو د ډلو یو مسئول ویلي دي چې ځینې سلاکاران یې وار دمخه لبنان ته استولي دي.

د سیمې د چارو کارپوهان هم په دې نظر دي که د حزب الله او اسرائيل ترمنځ جګړه پراخېږي، ممکن حوثي یاغیان او په عراق کې د جنګیالیو ډلې مداخله وکړي او د دوی په خبره «له افغانستان، پاکستان او نورو سیمو څخه به د جهادیانو لویه څپه» لبنان او سوریې ته پيل شي.

د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هګاري په یوې تلویزوني خپرونې کې ویلي دي، چې د اکتوبر له اتمې نېټې راهېسې د حزب الله ډلې په اسرائيل باندې څه باندې ۵۰۰۰ راکټونه، د ټانګ ضد توغندي او بې بیلوټه الوتکې توغولي دي.

هغه ویلي دي: «د حزب الله مخ په زیاتېدونکی یرغل موږ د لویې جګړې څنډې ته ټېل وهي چې ممکن د لبنان او ټولې سیمې لپاره بد عواقب ولري.»

د حزب الله ډلې ویلي دي چې نه غواړي له اسرائيل سره یې لویه جګړه وشي، خو که وشي،‌ ورته چمتو دي.

د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي جینین هنیس-پاسچارت او د لبنان په جنوبي سرحد کې د ملګرو ملتونو د استول شویو سوله ساتو ځواکونو مشر ارولدو لازارو په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «د غلطې محاسبې خطر، چې ناڅاپي او لویې جګړې ته لار پرانیزي، ډېر رښتینی دی.»

د اسرائيل او حزب الله ترمنځ لویه جګړه په ۲۰۰۶ ک شوې وه چې ۳۴ ورځې روانه وه. په دغې جګړې کې په لبنان کې ۱۲۰۰ کسان او په اسرائيل کې ۱۴۰ تنه وژل شوي‌ وو. د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د تازه جګړو له پیل راهېسې په لبنان کې څه باندې ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت جنګیالي دي او ۷۰ تنه یې ولسي‌ خلک دي. په اسرائيل کې بیا ۱۶ عسکر او ۱۱ ولسي خلک وژل شوي دي. په دواړو خواو کې زرګونه خلک بېځایه شوي دي.

د دې راپور معلومات د اسوشیتډ پرس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG