د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل وایي په لبنان کې د تعرضي عملیاتو پلان منظور شوی


د لبنان- اسرائیل تر منځ په شمالي سرحد کې تقریباً هره ورځ د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو تر منځ ډزې تبادله کیږي.
د لبنان- اسرائیل تر منځ په شمالي سرحد کې تقریباً هره ورځ د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو تر منځ ډزې تبادله کیږي.

د اسرائیل پوځ سه شنبه جون ۱۸ ( غبرګولي ۲۹) وویل چې په لبنان کې د تعرضي عملیاتو لپاره پلان پداسې حال کې "تائید او منظور" شوی چې د حزب الله وسله والو او اسرائیلي ځواکونو تر منځ په سرحد کې شخړو زور اخیستی.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د وضعیت ارزیابۍ په هکله د قوماندانانو تر ملاقات وروسته په لبنان کې د تعرضي عملیاتو پلان منظور او تائید شو.

د پوځ دې اعلان څخه وړاندې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر، اسرائیل کاتز خبرداری ورکړی و چې په "بشپړې جګړې" کې د حزب الله ډله له منځه وړي.

د اسرائیل دې جګپوړي دیپلومات ویلي چې هیواد یې دیته نږدې شوی چې د لبنان او حزب الله سره د "لوبې کولو قوانینو بدلولو پریکړه" وکړي.

هغه د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، " په بشپړې جګړې کې به حزب الله له منځه ولاړ شي او لبنان ته به ټینګ ګوزار ورکړل شي".

په لبنان کې د اسرائیل د پوځ تعرضي عملیاتو خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې په نظامي فعالیتونو کې د وقفې اعلان وکړ تر څو دې سیمې ته د بشري مرستو په رسیدو کې مرسته وشي.

بل پلو د متحده ایالاتو یو چارواکي ویلي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند به په لبنان کې د اسرائیل – لبنان په سرحد کې د شخړو پای ته رسیدو سبب شي.

ها خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د سه شنبې په ورځ وویل چې چارواکي د اسرائیل په شمال کې د لبنان سره ګډې پولې کې د شخړې حل کولو لپاره دیپلوماتیکې حل لارې لټوي.

ښاغلي بلینکن چې د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ سره په ګډ خبري کنفرانس کې خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې د حزب الله ډله د اسرائیل پر ضد د خپلو کړنو لپاره په غزې کې روان وضعیت توجیه کوي.

د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي ديپلومات زیاته کړه، " که په (غزې کې) اوربند وشي، زه فکر کوم دا به ډیر احتمال ولري چې په شمال کې (اسرائیل – حزب الله) تر منځ کړکیچ ته دیپلوماتیک حل لار پیدا کړو".

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې امریکا اسرائیل ته د درنو بمونو لیږد ځنډولی ځکه اندیښنه وه چې ښایي له همدې وسلو د رفح په ښارګوټي کې چې د غزې تر نیمایي ډیرو وګړو پکې پنا اخیستې، په جګړې کې وکارول شي.

د متحده ایالاتو حکومت د دې وسلو لیږد د تیرې په میاشت کې چې اسرائیل په رفح ښارګوټي د برید لپاره په پلان کار کاوه، وځنډولې او سره لدې چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ وویل چې د بایډن حکومت د دې وسلو د لیږ په مخکې د خنډونو له منځه وړلو لپاره "شپه او ورځ کار کوي" خو سپینې ماڼۍ د اسرائیل مشر پدې څرګندونو تبصره ونکړله.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د اسرائیل سره د امریکا نورې مرستې په عادي توګه روانې دې خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د ۲۰۰۰ پونډه بمونو لیږلو په هکله امریکا لا هم "ارزیابي" کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG