د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان لویدیځ د اسرائیل د جګړې د پلانونو په ملاتړ تورن کړ


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ جون ۲۶ ( چنګاښ شپږمه) لویدیځ قدرتونه د هغه څه په ملاتړ تورن کړل چې د هغه په خبره، د اسرائیل پلان دی چې پر لبنان برید وکړي او په ټوله سیمه کې "جګړه خپره کړي."

هغه د خپل واکمن عدالت او پرمختګ ګوند وکیلانو ته وویل: "اسرائیل اوس په لبنان کې خپل هدفونه ټاکي او موږ وینو چې د پردې تر شا لوېدیځ قدرتونه اسرائیل په شا ټکوي او حتی ملاتړ يې کوي."

اردوغان خبرداری ورکړ چې "سیمې ته د جګړې د غځولو لپاره د [اسرائیل د صدراعظم بنیامین] نتنیاهو پلانونه به د لوی ناورین لامل شي."

هغه زیاته کړه: "دا د افسوس خبره ده چې هغه دولتونه چې د ازادۍ، بشري حقونو او عدالت په اړه خبرې کوي د نتنیاهو په څیر د رواني ناروغ کس اسیر دي."

د اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسرائیلي ځواکونو او په لبنان کې د ایران ملاتړ لرونکي حزب الله ډلې تر منځ د پولې په اوږدو کې د ډزو تبادلې زیاتې شوي او اندیښنې ښودل شوي چې ښايي د دواړو خواوو ترمنځ پراخه جګړه پیل شي.

د لبنان په پوله تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل شو چې د حماس وسله والو د اسرائیل په جنوب کې یو بې ساری برید وکړ او په ځواب کې یې اسرائیل د غچ اخیستنې پراخ عملیات پیل کړل، چې اوس هم دوام لري.

نتنیاهو ویلي چې اسرائیلي ځواکونه توانېدلي چې د غزې د جګړې تر ټولو سخته برخه پای ته ورسوي. هغه همدارنګه د لبنان سره پر پوله په خپلو شمالي سیمو کې د دفاعي موخو دپاره د ځواکونو د ځاي پر ځای کولو خبر ورکړی دی.

تیره اونۍ اسرائیل وویل چې پر لبنان د برید پلان "منظور" شوی دی.

د ترکیې د ولسمشر دغه څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه وکړې چې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان یونان او قبرس ته د منځني ختیځ په روانه شخړه کې د ښکېلتیا په اړه خبرداری ورکړ.

د دوشنبې په ورځ ناوخته د هابرترک تلویزیون سره په خبرو کې، فیدان ادعا وکړه چې "په جنوبي قبرس کې د وضعیت جدي پوځي کول" روان دی چې د استخباراتي راپورونو په حواله د غزې په لور د "استخباراتي او نظامي الوتنو" لپاره د اډې په توګه کارول کیږي.

هغه وویل، ترکیې دوی ته خبرداری ورکړی چې په شخړه کې دخیل نه شي.

فیدان وويل: "کله چې تاسو په منځني ختيځ کې په روانو جګړو کې ښکېل شئ، کله چې تاسو طرف واقع شئ، دا اور به تاسو ته هم وغځیږي."

د حزب الله مشر حسن نصرالله تېره اوونۍ قبرس ته خبرداری ورکړ چې اسرائیل ته د "لبنان په نښه کولو" لپاره د هوايي ډګرونو او اډو د پرانېستلو په صورت کې به له غچ اخیستنې سره مخامخ شي.

خو په نیکوسیا کې د قبرس حکومت په چټکۍ سره د اسرائیل د غزې په جګړه کې خپله هر ډول برخه اخیستنه رد کړه او ویې ویل چې دوی به "په هیڅ ډول پوځي شخړو کې ښکیل نه شي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG