د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل پارلمان د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالفت خو امریکا یې حمایت کوي


امریکا د دوو دلتونو د حل لارې حمایت کوي
امریکا د دوو دلتونو د حل لارې حمایت کوي

له هغه وروسته چې د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۸ (چنګاښ۲۸) د اسرائيل پارلمان د یو فلسطیني دولت د جوړېدو په مخالفت رایه ورکړه، متحدو ایالتونو یو ځل بیا د دوو دولتونو (اسرائیل او فلسطین) د حل لارې حمایت وکړ.

د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مشاور جان کربي وویل: «زه فکر کوم په دې مسئلې باندې د غبرګون ښودلو لپاره غوره دا ده چې یو ځل بیا په خپل کلک باور او د دوو دولتونو د حل په قوت او ژمنې بیا ټېنګار وکړم.»

جان کربي د اسرائيل د پارلمان د رایې اچوونې په اړه مستقیما تبصره ونه کړه.

د فلسطین مشرانو او د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې د اسرائيل د پارلمان په دې پرېکړې انتقاد کړی دی.

کربي خبریالانو ته وویل چې د دوو دولتونو حل ته د رسېدو لپاره «هر څه چې مو په وس وي، وبه یې کړو».

د اسرائيل پارلمان د پنجشنبې په ورځ یو سمبولیک پرېکړلیک تصویب کړ، چې په اساس یې د اسرائيل د پوځ له لوري په اشغال شویو سیمو کې یو فلسطیني دولت به «د اسرائيل او فلسطین شخړه تلپاتې او سیمه بې ثباته» کړي.

د اسرائيل پارلمان ویلي‌ دي چې د فلسطیني دولت د جوړېدو ترویج به حماس او ملاتړي یې وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو بله اوونۍ واشنګټن ته راشي‌ او په کانګرس کې وینا وکړي.

متحده ایالتونه د اسرائيل کلک ملاتړی دی، خو دواړه د فلسطیني دولت په اړه جلا او متفاوت دریځونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG