د لاس رسي وړ اتصالات

ارمنستان فلسطیني دولت په رسمیت وپيژنده


په غزه کې په تیر اکتوبر کې د جګړې د پیل راهیسې ګڼو هیواادونو فلسطیني دولت په رسمیت پيژندلی.
په غزه کې په تیر اکتوبر کې د جګړې د پیل راهیسې ګڼو هیواادونو فلسطیني دولت په رسمیت پيژندلی.

ارمنستان د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) فلسطیني دولت په رسمیت وپېژاند او د "ملکي وګړو پر وړاندې یې له تاوتریخوالي" سره مخالفت وښود.

ارمنستان د هغو هېوادونو په کتار کې وروستی دی چې په تیر اکتوبر کې په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې یې د فلسطیني دولت په رسمیت پيژندنه اعلان کړې ده. د اسرائیل چارواکو ددغو هېوادونو دا ګام غندلی دی.

ارمنستان ویلي: "د نړیوالو قوانینو، د هېوادونو ترمنځ برابرۍ، او سوله ییز ژوند ته د خپلې ژمنتیا له مخې، د ارمنستان جمهوریت د فلسطین دولت په رسمیت پیژني... ارمنستان په ریښتینې توګه په منځني ختیځ کې د اوږدې مودې سولې او ثبات رامنځته کولو ته لیوال دی."

ارمنستان چې له لسیزو راهیسې له ګاونډي اذربایجان سره په شخړو کې ښکیل دی، په غزه کې د اسرائیل پوځي چلند وغانده.

ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل: "ارمنستان د وسله والو شخړو او تاوتریخوالي پر مهال له ملکي خلکو او ملکي ودانیو څخه د سپر په توګه کار اخیستل غندي."

وزارت دغه راز د حماس لخوا د "ملکي وګړو د یرغمل کولو" په خاطر خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې "د هغوی د خوشې کولو په اړه د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره همغږي ښيي."

د فلسطیني ادارې یوه جګپوړي چارواکي حسین الشیخ د ارمنستان ددغه ګام هرکلی کړی دی.

الشیخ په ټولنیزو رسنیو کې وویل: "دا د حق، عدالت، مشروعیت او د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره زموږ د فلسطین د خلکو د مبارزې بریا ده... زموږ له ملګري ارمنستان څخه مننه کوو."

د ارمنستان دې اقدام په غبرګون کې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد لپاره د ارمنستان سفیر ورغوښتی و. د وزارت ویاند له قوله پدې ملاقات کې اسرائیلي چارواکو "تندې انتقادې خبرې اترې" کړي.

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د تیر کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائیل په جنوب کې د موسیقۍ پر یو جشن برید وکړ چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۱۹۴ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

ددې برید په غبرګون کې اسرائیلي ځواکونو پر غزه هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې د غزې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې، په کې تر اوسه ۳۷۴۳۱ فلسطینیان وژل شوي چې اکثر یې ملکي وکړي دي.

اسرائیل د ارمنستان ګاونډي اذربایجان ته وسلې ورکوي. د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ناګورنو قره باغ د سیمې د ملکیت پر سر د لسیزو راهیسې تاوتریخوالی روان دی. باکو تیر کال دا سیمه د ارمنستان له بیلتون غوښتونکو څخه بیرته ونیوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG