د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو له امریکا وغوښتل اسرائیل ته د پوځي مرستو په ورکولو کې بیړه وکړي


د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال
د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال

د اسرائیل صدراعظم بنيامين نتنياهو د چهارشنبې په ورځ، جولای ۲۴مه (زمري درېيمه) پر متحده ایالاتو غږ وکړ چې هېواد ته یې د پوځي مرستو په ورکولو کې بیړه وکړي ترڅو اسرائیل وکولای شي په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

نتنیاهو له دې وړاندې پر واشنګټن نیوکه کړې وه چې له اسرائیل سره یې خپلې مرستې ځنډولې دي.

د اسرائیل صدراعظم په کانګرس کې د دوو جرګو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل: "زه ددغه جګړې په ترڅ کې او په مجموع کې د امریکا په ملاتړ د زړه له کومې خوښ یم. خو دا وخت یو استثنایي حالت دی. د امریکا په مرستو کې بیړه به په غزه کې د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو او د منځني ختیځ نورو سیمو ته د جګړې د غځېدو په مخنیوي کې مرسته وکړي."

نتنیاهو په داسې حال کې متحدو ایالتونو ته سفر کړی، چې د حماس ډلې له خوا د اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کولو لپاره پر نوموړی په اسرائیل کې دننه فشارونه زیات شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونه، مصر او قطر له څو میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند کېدو لپاره د منځګړیتوب هڅې کوي، ترڅو د جګړې د پای ته رسیدو، د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او غزې ته د بشري مرستو رسولو ته لاره هواره کړي.

خو د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند لپاره هڅو نه یوازې تر اوسه پورې کومه نتیجه ورکړې، بلکې په غزه کې د جګړې په دوام سره په سيمه کې د پراخې جګړې ګواښ رامنځته شوی دی، ځکه چې اوسمهال اسرائيل د لبنان د حزب الله ډلې او د یمن حوثي یاغیانو له بريدونو سره هم مخامخ دی.

نتنیاهو وړاندې ویلي وو چې متحده ایالاتو ته د خپل سفر په ترڅ کې به هڅه وکړي چې د اسرائیل لپاره د متحده ایالاتو د دواړو ګوندونو – دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو – ملاتړ ترلاسه کړي.

دا پداسې حال کې ده چې په واشنګټن کې د اسرائیل د صدراعظم حضور په امریکا کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ واټن لا پسې پراخ کړی او د کانګرس یو شمېر دیموکرات قانون جوړونکو د نتنیاهو د وینا پر وخت په غونډه کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې مشر مایک جانسن چې نتنیاهو ته یې د وینا بلنه ورکړې وه، د نوموړي د وینا په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ولسمشرۍ د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو لپاره د دیموکرات ګوند احتمالي نوماندې کاملا هریس پر نه حضور نیوکه وکړه او دا یې د هغې "نه توجیه وړ" کار وباله.

مېرمن هریس دا مهال د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره په سفر بوخته ده. د امریکا ولسمشر جوبایډن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې د انتخاباتي سیالیو څخه وځي، او پدغه ټاکنو کې یې د دیموکراټ ګوند د کاندیدې په توګه له کاملا هریس څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د امریکا کانګرس ته د نتنیاهو د وینا پر مهال، د پخواني ولسمشر او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند، ډونالډ ټرمپ مرستیال جیمز ډیویډ ونس هم د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره په سفر بوخت دی.

بلخوا دیموکرات سناتور برني سندرز د غزې او لویدیځې غاړې په اړه د نتنیاهو پر تګلارو د نیوکې په ترڅ کې ویلي دي، چې دی به د امریکا په کانګرس کې د نتنیاهو د وینا پر مهال حضور ونلري.

بل دیموکراټ سناتور ډیک ډربن هم ویلي وو چې د اسرائیل تر څنګ ولاړ دی، خو د نتنیاهو د وینا پر مهال به غونډه کې ګډون ونه کړي.‌

د نتنیاهو د حکومت منتقدین په غزه کې د جګړې پر څرنګوالي نیوکه کوي. دوی استدلال کوي چې د اسرائیل حکومت د فلسطیني ملکي وګړو په ساتنه او غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې پاتې راغلی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند غړی براډ شرمن وايي، نتنیاهو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند د سیاسي موخو لپاره په کانګرس کې د وینا کولو بلنه ورکړل شوې وه. د نتنیاهو تر وینا مخکې هغه د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې وویل: "اسرائیل د اوربند موافقه منلې او حماس رد کړې ده... دا د خندا وړ خبره ده چې په متحده ایالاتو کې د حماس ملاتړي وايي چې باید همدا اوس اوربند وشي."

اسرائیل دا نیوکې نه مني او استدلال کوي چې دا د حماس سخت دریځه ډله ده چې د استوګنې په سیمو کې فعالیت کوي او د فلسطیني ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس جمهوري غوښتونکي غړي براین مست د نتنیاهو له وینا مخکې د امریکا غږ اوردو څانګې ته وویل، د حماس او دې ته ورته ډلو د ادعاوو برخلاف، غواړي واقعیتونه پخپله د صدراعظم نتنیاهو له خولې واوري.

واشنګټن ته د نتنیاهو د سفر او د امریکا کانګرس ته د هغه د وینا پر مهال څو مظاهرې پلان شوې وې. د سه شنبې په ورځ هم یو شمېر کسانو د امریکا د کانګرس د ودانۍ پر وړاندې او د هغه هوټل مخې ته چې نتنیاهو پکې اوسیږي، مظاهرې وکړې.

د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا، د دغې ډلې جنګیالیو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو او همدارنګه نږدې ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له برید وروسته، اسرائیل په تېرو نهو میاشتو کې پر غزې هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، ددغو بریدونو په پایله کې، تر اوسه ۳۹ زره فلسطینیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز، فرانس پریس او اسوشیټیډ پریس له راپورونو څخه کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG