د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو بایډن ته ویلي چې په غزه کې د فلسطینیانو له واکمنۍ سره مخالف دی


عکس ارشیف: د بایډن او نتنیاهو کتنه
عکس ارشیف: د بایډن او نتنیاهو کتنه

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو د شنبې په ورځ جنورۍ ۲۰ (مرغومي ۳۰) وويل، چې د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره يې د ټيلېفوني اړيکې پر مهال په غزه کې د فلسطين د واکمنۍ له رامنځته کیدو سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.


له نږدې یوې میاشتې وروسته، د متحده ایالاتو او اسرائیل مشرانو د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۹ مه (مرغومي ۲۹) د غزې تړانګې د وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته ویلي چې ولسمشر بایډن لا هم په دې باور دی چې نتنیاهو ښايي په یو ډول د فلسطیني دولت له جوړیدو سره موافقه وکړي.

د اسرائیل د صدراعظم دفتر ويلي، چې له ولسمشر بایډن سره په ټيلېفوني خبرو کې نتنياهو يو ځل بيا د خپل حکومت پر تګلارې ټينګار کړی، چې د حماس له منځه وړلو وروسته بايد اسرائيل د غزې د تړانګې امنيت په لاس کې ولري تر څو ډاډ ترلاسه شي چې دغه سيمه نور د اسرائیل لپاره ګواښ نه پیښوي. دا پالیسي د یو دولت د جوړولو لپاره د فلسطینیانو له غوښتنې سره په ټکر کې ده.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ هم په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې د فلسطین حاکمیت رد کړ او ویې ویل چې دا ډول اقدام د "د اردن سیند په لویدیځه ټوله سیمه کې د امنیت د کنټرول لپاره د اسرائیل اړتیا سره مطابقت نلري.''

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې ولسمشر بایډن اوس هم د اسرائیل او فلسطین د دوو دولتونو پر حل لارې باور لري، خو دې وضعیت ته رسیدل ستونزمنو هڅو ته اړتیا لري. امریکا د څو لسیزو راهیسې، په سیمه کې د سولې د تامین لپاره د دوو دولتونو – اسراییل او فلسطین – ډپلوماټیک حل غوره انتخاب ګڼي.

ولسمشر بایډن هم په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: ''د دوو دولتونو د حل لارې څو ډولونه شته. د ملګرو ملتونو یو شمیر غړي هیوادونه شته چې خپل پوځ نه لري.''

په همدې حال کې د حماس یو جګپوړي چارواکي د شنبې په ورځ د یو فلسطیني دولت له جوړېدو سره د اسرائیل د ممکن موافقت په اړه د بایډن څرګندونې رد کړې.

د دغې اسلام پاله ډلې د سیاسي دفتر یو غړي عزت الرشق په یوې اعلامیې کې وویل: "هغه بدګماني چې بایډن د فلسطین د دولت او د هغه د ځانګړتیاو په اړه پند او نصیحت کوي، زموږ خلک نه شي غولولاي."

هغه په دې اعلامیه کې، ادعا کړې چې "بایډن د نسل وژنې د جګړې بشپړ ملګری دی او زموږ خلک د هغه څخه د خیر تمه نه لري."

د فلسطینیانو لپاره د دولت د جوړولو د بڼې په اړه د متحده ایالاتو د فشارونو سره سره، نتنیاهو په وار وار ژمنه کړې چې حماس به له منځه یوسي او د اسرائیل په جنوب باندې ددې ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نیټې د برید وروسته د غزې تړانګه به غیر پوځي کړي.

نتانیاهو په یوه مقاله کې چې په وال سټریټ ژورنال کې د تیر کال د ډسمبر په ۲۶ خپره شوه لیکلي: "حماس باید له منځه یوړل شي؛ غزه باید بې وسلې شي او فلسطیني ټولنه باید له افراطیت څخه پاکه شي." دی. دا د اسرائیل او په غزه کې د فلسطیني ګاونډیانو ترمنځ د سولې درې مخکني شرطونه دي."

په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ او د دوی جنګیالیو نږدې ۱۱۴۰ کسان ووژل، چې اکثر یې ولسي وګړي وو او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل چې ۱۲۹ تنه یې لاهم د حماس په بند کې دي، د فران پرس اژانس په وینا، لږ تر لږه ۲۷ یرغمل شوي کسان وژل شوي دي.

د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت پرته له دې چې ملکي وګړي او پوځيان سره بیل کړي ویلي چې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه په غزه کې شاوخوا ۲۵ زره کسان وژل شوي چې اکثر یې ولسي وګړي دي. دا شمیرې تر اوسه خپلواکو سرچینو نه تائید او نه هم رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG