د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې: اسرائيل نړیوال قانون نقض کړی


حماس د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل بریدونه وکړل او اسرائیل په ځواب کې په غزې باندې ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي
حماس د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائيل بریدونه وکړل او اسرائیل په ځواب کې په غزې باندې ځمکني او هوايي بریدونه پيل کړي

د فلسطیني قلمرو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې او حقوقپوهه فرانچیسکا البانیز د پنجشنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومې۲۸) وویل چې اسرائيل په خپلو «بې باکه» بریدونو سره، چې غزه یې ویجاړه کړې، نړیوال قانون مات کړی دی.

نوموړې داسې مهال دا خبره کوي چې اسرائیل د ملګرو ملتونو د عدالت په نړیوالې محکمې کې د جنوبي افریقا هغه ادعا رد کړه چې وايي اسرائیل په غزې کې نسل وژنه کړې ده.

فرانچیسکا په مادرېد کې یو خبري کنفرانس ته وویل: «اسرائیل یو لړ کارونه کړي چې ډېر غیر قانوني او غیر حقوقي دي.» هغې وویل اسرائیل له ځان څخه د دفاع حق لري خو باید نړیوال قانون ته هم درناوی وشی «چې هغه خلک خوندي شي چې په جګړې کې دخېل نه دي. ولسي خلک، د جګړې بندیان، ناروغان او ټپیان».

د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې وویل چې په جګړې کې باید د ولسي خلکو او جنګیالیو ترمنځ توپیر وشي او په پوځي اقداماتو کې ولسي خلکو ته له زیان رسولو څخه ډډه وشي.

فرانچیسکا زیاته کړه «مګر برعکس، په تېرو ۱۰۰ ورځو کې بې باکه بمبارۍ شوې- په لومړیو دوو اونیو کې هره اوونۍ ۶۰۰۰ بمونه غورځول شوي، ۲۰۰۰ پونډه وزن لرونکي بمونه، هغه هم له ګڼې ګوڼې څخه په ډکې سیمې باندې.» نوموړې وویل چې د بمباریو له کبله ډېر روغتونونه ویجاړ شوي، تړل شوي او یا پوځ نیولي دي، چې په خبره یې هلته خلک اوس له دې کبله هم مري چې د درملنې لپاره کافي امکانات نه شته چې د زخمیانو درملنه وشي.

هغې وویل چې د جګړې په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۰۰۰ ماشومان د بې هوښۍ د درمل له استعمال پرته عملیات شوي دي.

د فرانس پرس اژانس د اسرائيل د مقاماتو د شمېرو په اساس لیکلي دي چې په دې جګړې کې تر دې دمه ۱۱۴۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. اسرائیل بیا د حماس د بریدونو په ځواب کې په غزې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي چې تر دې دمه د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس څه باندې ۲۴۶۰۰ کسان یې وژلي چې ۷۰ سلنه یې ښځه او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه سازمان ماموران نه دي، خپلواک کارپوهان دي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون نومولي دي چې حالات وڅاري.

فرانچیسکا البانیز وویل چې په اسرائیل باندې د حماس بریدونه هم غندي، چې د دغې جګړې لامل شوي او جنګي جرم بلل کېږي، خو اسرائيل چې «څه کړي، هېڅ شی یې هم توجیه کولای نه شي».

د اسرائیل حکومت لا د فرانچیسکا البانیز د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې جنوبي افریقا د عدالت په نړیواله محکمه خپله قضیه ثبت کړې چې وايي اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کوي، خو اسرائيل د امریکا او نورو ایتلافیانو په ملاتړ دا تور ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG