د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د يمن حوثي ياغيان يو ځل بيا د 'تروريستي ډلې' په توګه په نښه کوي


د یمن حوثي یاغیان
د یمن حوثي یاغیان

د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۷ (مرغومی ۲۷مه) وویل، چې دغه هېواد به د یمن ایران پلوه حوثي یاغیان په سور سمندرګي کې پر نړیوالو کښتیو د دوی د پرله پسې بریدونو له امله د "ترهګرو" په لیست کې بیا شامل کړي.

دغه اقدام وروسته له هغه نیول کیږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو او د نړۍ نورو هیوادونو په پرله پسې توګه له حوثیانو وغوښتل، چې په سور سمندرګي کې‌ پر سوداګریزو کښتیو خپل بریدونه بند کړي.

خو په یمن کې د حوثي یاغیانو په مرکزونو او اډو باندې د امریکا او بریتانیا لخوا د تیرې اونۍ د هوایي بریدونو سره سره، په غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ په کښتیو باندې د دې ډلې بریدونه دوام لري.

حوثي یاغیان ادعا کوي چې د اسرائیل او پدغه هېواد پورې اړوند کښتۍ په نښه کوي او تر څو پورې چې په غزې کې یې عملیات روان وي، دوی به هغه کښتۍ هم په نښه کوي چې د اسرائیل په لوري روانې وې. همدارنګه د امريکا او برتانيې له وروستيو بريدونو وروسته، دغه ایراني پلوه ډلې (حوثي یاغیان) د دغو دوو هېوادونو بیرۍ د خپلو "مشروع هدفونو" په توګه اعلان کړي دي.

یو جګپوړي امریکايي چارواکي ددغه رسمي اعلان څخه مخکې او د نوم د نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ووی، چې دوی نشي کولی په سور سمندرګي د حوثي یاغیانو کړنو ته لاس تر زنې کیني او هغوی دغه کړنې له پامه وغورځوي.

همدارنګه یو بل امریکايي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "دا بریدونه د ترهګرۍ د کتاب له تعریف سره سمون لري. دوی [حوثي یاغیان] د امریکايي اتباعو او ملکي سمندري کارکوونکو په ګډون، زموږ د همکارانو ژوند په خطر کې اچولي، نړیوال تجارت یې له خطر سره مخامخ کړی او په نړیوالو اوبو کې یې د کښتیو ازاد تګ راتګ ګواښلې دی."

دغو امریکايي چارواکو وویل چې د نومبر له نیمایي راهیسې په یمن کې د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شاوخوا ۳۰ بریدونه شوي دي، کوم چې د ۵۰ څخه زیاتو هیوادونو اتباع، تجارتي مالونه او کښتۍ یې اغیزمنې کړې دي.

دغو چارواکو دا هم ویلي دي ددې ډلې بریدونه ددې سبب شوي چې څه باندې ۲۰۰۰ کښتۍ خپلې لارې بدلې کړي او زرګونه کیلو میتر اضافه مزل وکړی چې خوندي پاته شي. سربیره پردې، حوثي یاغیانو له شلو څخه د زیاتو هیوادونو ماڼو ګان ګواښلي او یا یې یرغمل کړي دي.

دغو کړنو او ګواښونو ته په غبرګون کې د تیرې سه شنبې په ورځ، متحدو ایالتونو د لومړي ځل لپاره پر حوثي یاغیانو یو لړ بریدونه ترسره کړل.‌ پدغو بریدونو کې د حوثي یاغیانو د کښتیو ضد څلور بالستیک توغندي له توغولو څخه مخکې، له منځه یوړل شول.

همدارنګه د چهارشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیون او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په جلا جلا اعلامیو کې په سور سمندرګي کې د حوثیانو وروستي بریدونه "کمساري" وبلل.

سالیون وویل چې "دغه اقدام د حوثیانو د تمویل مخنیوي او مالي بازارونو ته د دوی لاسرسي محدودولو لپاره یوه مهمه وسیله ده."

هغه زیاته کړه:"که حوثي یاغیان په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې خپل بریدونه ودروي، متحده ایالات به سمدستي د دې طرحې بیا ارزونه وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بیا وویل، چې "حوثي یاغیان باید د خپلو کړنو مسؤل وګڼل شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپانه کې د بلینکن له قوله ویل شوي، چې د امریکا د حکومت دغه پریکړه به ۳۰ ورځې وروسته، یعنې د فبرورۍ له ۱۶مې څخه عملي کېږي او تر عملي کېدو مخکې که حوثي یاغیان خپل بریدونه ودروي، دغه پرېکړه به لغوه شي.

دغو چارواکو زیاته کړې، چې متحده ایالات هڅه کوي چې دا ډاډ ترلاسه کړي؛ یاده پریکړه په یمن کې چې د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي د لوږې له ګواښ سره مخ دي، د ملکي خلکو لپاره د مرستې رسولو هڅې اغیزمنې نه کړي.

همدارنګه، یمن ته د خوراکي موادو، درملو او سون توکو په ګډون د سوداګریز مالونه لیږد به د دغو بندیزونو له امله اغیزمن نه شي.

دا پریکړه به د متحده ایالاتو مالي سیسټم ته نه یواځې د حوثیانو د لاسرسي مخه نیسي، بلکې د دې ډلې پروړاندې نورو بندیزونو او قانوني اقداماتو ته لاره هم هواروي.

د ایران په څیر هیوادونو باندې د دې پریکړې د اغیزې په اړه پوښتنې چې له حوثیانو سره مرسته کوي، لا هم پرځای پاتې دی.

د امریکا د حکومت یوه بل جګپوړي چارواکي د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "حوثي یاغیان اوس د ایران د سپاه پاسدران انقلاب له بودیجې، پوځي روزنې او وسلو څخه د هغو تروریستي فعالیتونوپه ګډون چې سیمه اغیزمنه کوي، د یمن د بې ثباته کولو لپاره ګټه اخلي."

هغه زیاته کړه چې دوی به په هر ځای کې چې وکولای شي د ایران د زیانمنونکي نفوذ سره مقابلې ته دوام ورکړي. د نوموړي په خبره، "له ایرانه د لرې پاتې کیدو انتخاب اوس د حوثیانو په لاس کې دی."

د امریکا متحدو ایالتونو د لومړي ځل لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې د انصارالله په نوم حوثي یاغیان، یوه ترهګره ډله وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر مایک پمپیو د وینا له مخې، د ترهګرې ډلې په توګه د انصارالله ډلې د نومولو موخه دا وه، چې دغه ډله د پولې هاخوا بریدونو، ملکي وګړو، زیربناوو او سوداګریزو کښتیو ته د ګواښونو په ګډون د خپلو تروریستي فعالیتونو په اړه حساب ورکړي.

خو دغه پریکړه یوه میاشت وروسته د امریکا د اوسنی ولسمشر جوبایډن په مشرۍ په یمن کې د قحطۍ د احتمال د مخنیوي او همدارنګه دغه هېواد ته د بشري مرستو د رسولو د اړتیا په اړه د چارواکو د نظر له امله لغوه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG