د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په سرې بحیرې کې مو د حوثیانو د کروز وار شوی توغندی شنډ کړی


د متحده ایالاتو پوځ یکشنبه جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۴) ویلي چې ځواکونو یې په سرې بحیرې کې په جنګي کښتۍ د حوثي یاغیانو لخوا وار شوی د کروز توغندی له منځه وړی.

دا په سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی، تازه برید دی او داسې ښکاري چې د امریکا په تبا کوونکي جنګي کښتۍ د حوثیانو لومړنی برید دی.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې ویل شوي چې په یمن کې میشتو حوثي وسله والو په سیمه ایز وخت د ماسپښین په ۴ بجو او ۴۵ دقیقو په سرې بحیرې کې د USS Laboon په نامه په د امریکا په جنګي کښتۍ د کروز توغندی وار کړی و.
په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا جنګي الوتکې دا توغندی د حدیدې ساحل سره نږدې ویشتی او له منځه وړی دی.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پدې پیښې کې څوک ژوبل شوي ندي او نه هم وسایلو ته کوم زیان رسیدلی.

د دې پیښې څخه وړاندې حوثي یاغیانو ادعا کړې وه چې د متحده ایالاتو او بریتانیې ځواکونو په حدیدې ساحل د هغوي مرکزونه ویشتي خو د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې امریکایي او ائتلافي ځواکونو د یکشنبې په ورځ هیڅ کوم برید ندی کړی.

متحده ایالاتو او بریتانیې د همدې تیرې جمعې په ورځ جنوري ۱۲ مه په ډاګه کړله چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو په مرکزونو د لومړي برید څخه نیم یا یو ساعت وروسته دویم برید هم کړی چې ګڼ شمیر اهداف پکې په نښه شوي و.

دې دواړو هیوادونو همدارنګه ویلي حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، ښایي دې بریدونو ته ځواب ووایي.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یو چارواکي د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۲ د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د لومړنیو ارزونو له مخې په لومړي برید کې په ۱۶ بیلا بیلو سیمو کې ۶۰ اهداف په نښه شوي.

دې چارواکي ویلي چې بریدونه بریالي و او د نورو بریدونو کولو لپاره یې د حوثي یاغیانو وړتیا د "پام وړ" توګه کمه کړې.

د نړۍ تقریباً ۱۲ په سلو کې سوداګري د سرې بحیرې د باب المندیب تنګي څخه تیریږي چې د یمن جنوبي لویدیځ او جیبوتي تر منځ پرته ده خو د یاغیانو د بریدونو له کبله پدې سیمې کې د کښتیو تګ راتګ ګډوډ شوی. دوی وايي چې دا بریدونه په غزې باندې د اسرائیل د بریدونه په ځواب کې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG