د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا هغه تورونه رد کړل چې وایي د حوثیانو سره په کښتو باندې بریدونو کې مرسته کوي


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري وایي حوثیان خپل وسایل لري او دا بریدونه د ایران د مرستې پرته کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري وایي حوثیان خپل وسایل لري او دا بریدونه د ایران د مرستې پرته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علي باقري شنبه ډسمبر ۲۳ (مرغومي ۲) د متحده ایالاتو لخوا پورې شوي تورونه رد کړل چې ویلي یې و، تهران د حوثي شعیه یاغیانو سره په سرې بحیرې کې په کښتیو باندې بریدونو کې مرسته کوي.

ښاغلي باقري د مهر خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې حوثیان دا بریدونه د ایران د مرستې پرته کوي.

هغه زیاته کړه، " مقاومت (حوثیان) خپل وسایل لري او د خپلو پریکړو او وړتیاوو سره سم عمل کوي".

د ایران دې جګپوړي دیپلومات د څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې سپینې ماڼۍ ویلي چې ایران په سرې بحیرې کې په د حوثي یاغیانو لخوا په کښتیو د بریدونو په پلان جوړولو کې "په ژوره توګه" لاس لري او په کښتیو د برید کولو لپاره حوثي یاغیانو ته یې استخباراتي معلومات ورکول یې مهم نقش لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې آدرین واټسن په یوې اعلامیې کې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه چې حوثي یاغیانو یې د کولو ادعا کړې ویلي، "مونږ پوهیږو چې ایران د دې عملیاتو په پلان جوړلو کې په ژوره توګه لاس لري".

میرمن واټسن په اعلامیې کې ویلي چې ایران د پخوا راهیسې د حوثي یاغیانو سره د موادو مرستې کوي او په سیمې کې د هغوي "بې ثباته کوونکي کړنې هڅوي".

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د متحده ایالاتو دې ادعاوو په هکله وویل، " واقعیت دا دی چې امریکایانو او اسرائیل په شان قوتونه چې د مقاومت لخوا پرې بریدونه کیږي، باید په سیمې کې د مقاومت په ځواک هیڅ شک ونلري".

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، د اسرائیل – حماس جګړې د پیل کیدو راهیسې یې په سرې بحیرې کې په ۱۰ سوداګریزو کښتیو تر ۱۰۰ ډیر د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او توغندیو بریدونه کړي.

حوثیانو خبرداری ورکړی چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

په عین حال کې د ایرانی د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهایان ویلي چې واشنګټن ترې څه موده وړاندې غوښتي و په یمن کې حوثي یاغیانو ته ووایي چې په سیمې کې د اسرائیل او امریکا په ګټو بریدونه ونکړي.

ښاغلي عبداللهایان په تهران کې د فلسطینیانو سره د ملاتړ څرګندولو لپاره په یوې غونډې کې وویل ، " مونږ امریکایانو ته په ډاګه وویل چې دا ډلې خپلو ګټو ته په کتو پریکړې کوي چې د غزې سره څه ډول ملاتړ وکړي".

هغه زیاته کړه ، " مونږ هیڅکله هغوي (حوثیانو) ته امر ندی کړی او نه به یې وکړو چې دا بریدونه بند کړي".

متحده ایالاتو تیره اوونۍ پدې بحیرې کې د حوثي شعیه یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره ۱۰ هیوادونو ائتلاف اعلان کړ چې بریتانیه، فرانسه، بحرین او ایټالیا پکې شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG