د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا سرې بحیرې کې د حوثي یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره د ۱۰ هیوادونو ائتلاف اعلان کړ


حوثي یاغیانو د نومبر په ۱۹ مې ویلي و چې په سرې بحیرې کې یې یوه سوداګریزه کښتۍ نیولې وه.
حوثي یاغیانو د نومبر په ۱۹ مې ویلي و چې په سرې بحیرې کې یې یوه سوداګریزه کښتۍ نیولې وه.

متحده ایالاتو دوشنبه ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۷) په سرې بحیرې کې د حوثي شعیه یاغیانو بریدونو سره د مقابلې لپاره ۱۰ هیوادونو ائتلاف اعلان کړ چې بریتانیه، فرانسه، بحرین او ایټالیا پکې شامل دي.

دا ائتلاف" څو ملیتي امنیتي نوښت" نومیږي او داسې مهال یې د جوړیدو خبر ورکړل شوی چې په یمن کې حوثي یاغیانو په سرې بحیرې کې د امریکا په جنګي او د نورو هیوادونو په سوداګریزونو کښتیو بریدونه ډیر کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د دې ائتلاف په هکله په اعلامیې کې ویلي ، " هغه هیوادونه چې د کښتیو چلیدنې د بنسټیزې آزادۍ اصول مني، باید یو ځای شي تر څو د دې نا دولتي عنصر (حوثي یاغیانو) لخوا متوجه ګواښ سره مقابله وشي".

ښاغلي آسټن چي اسرائیل ته په رسمي سفر تللی په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په سرې بحیرې کې په سوداګریزو او نورو کښتیو د حوثیانو دا بریدونه "بې باکانه، خطرناک او د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه ده".

د دفاع وزیر وویل چې دا بریدونه یوازې د متحده ایالاتو نه بلکې یوه نړیواله ستونزه ده او په کار ده چې پر ضد یې نړیوال ځواب هم وویل شي.

د متحده ایالاتو دې جګپوړي نظامي چارواکي همدارنګه وویل چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ د منځني ختیځ د دفاع وزیرانو سره د دې ائتلاف په هکله وغږیږي او ایران یې ته خبرداری ورکړ چې د حوثیانو ملاتړ دې نکوي.

د حوثیانو د بریدونو له کبله یو شمیر سوداګریزو کښتیو په سرې بحیرې کې د کښتیو تګ راتګ بند کړی او دې یاغیانو د دوشنبې په ورځ وختي وویل چې په دوو کښتیو یې برید کړی چې د اسرائیل سره اړیکې لري.

تر دې وړاندې هم حوثیانو خبرداری ورکړی و چې په سرې بحیرې کې په کښتیو بریدونه به یې تر هغه وخته ادامه ولري تر څو پورې چې اسرائیل د غزې کلا بندې شوې تړانګې ته د دارو درملو او خوراکي موادو د ورتګ اجازه نه وي ورکړل شوي.

د برتانیې د تیلو تر ټولو سترې کمپنۍ، بریټیش پټرولیم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سرې بحیرې د کښتیو تګ راتګ یې بند کړی او په تایوان کې هم یوې د ایورګرین په نامه د کښتیو تر ټولو ستر شرکت ویلي چې اسرائیل ته یې د بار وړل په سمدستي توګه بند کړیدي.

متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ د همدې تیرې شنبې په ورځ ډسمبر ۱۶وویل چې یوې جنګي کښتۍ په سرې بحیرې کې ۱۴ بې پیلوټه (ډرون الوتکې) نسکورې کړي چې حوثي شعیه یاغیانو د یمن څخه الوځولې وې.

دې قوماندانۍ په یوې اعلامیې کې چې د ایکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې ویلي چې د USS CARNEY په نامه تبا کوونکي کښتۍ چې په سرې بحیرې کې ځای پر ځای شوې "په کامیابۍ سره" ۱۴ ډرون الوتکې ویشتي او له ویجاړې کړې دي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې پیښې کې جنګي کښتۍ ته زیان ندی رسیدلی او نه هم پکې چا ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بریتانیې یوې جنګي کښتۍ هم ویلي چې په سیمې کې یې د ډرون الوتکو یو برید شنډ کړی.

په عین حال کې د حوثي یاغیانو یوه ویاند محمد عبدالسلام ویلي چې عمان د منځګړتوب خبرې پیل کړي تر څو په سرې بحیرې کې د کښتیو تګ راتګ خوندي شي.
ښاغلي سلام د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د عمان په منځګړتوب یې د ګڼ شمیر نړیوالو ډلو سره په سرې بحیرې او عربو بحیرې کې خبرې اترې پیل کړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG