د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د عدالت په نړیوالې محکمې کې په غزې کې د 'نسل وژنې' تورونه رد کړل


د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیل یو مدافع وکیل - مالکم شا
د عدالت په نړیواله محکمه کې د اسرائیل یو مدافع وکیل - مالکم شا

اسرائیل د جمعې په ورځ، جنورۍ ۱۲ (مرغومی ۲۲مه) د عدالت په نړیوالې محکمې کې د جنوبي افریقا لخوا هغه لګول شوي تورونه چې دغه هېواد یې د غزې په تړانګه کې د فلسطينيانو په ډله ييزې وژنې تورن کړی دی، 'ناسم او تحریف شوي' وبلل.

اسرائیل پدې استدلال سره چې د ځان څخه د دفاع لپاره د حماس سره جګړه کوي، نه د فلسطیني وګړو سره؛ د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جي) څخه وغوښتل چې دا قضیه دې بې اساسه وګڼي. اسرائیل همداراز د پوځي عملیاتو د دریدو لپاره د جنوبي افریقا غوښتنه رد کړه.

تیره ورځ د عدالت په نړيواله محکمه کې جنوبي افريقا اسرائيل په غزه کې د فلسطينيانو په ډله ييزې وژنې تورن کړ او له دغې محکمې يې وغوښتل چې اسرائیل دې ته اړ کړي چې سمدلاسه په غزه کې خپل پوځي عمليات ودروي .

د جنوبي افریقا د عدلیې وزیر رونالډ لامولا محکمې ته وویل: "هیڅ وسله وال برید د يو هیواد په خاوره کې، که هر څومره جدي هم وي ... د کنوانسیون څخه سرغړونه نشي توجیه کولی... د اکتوبر د اوومې نیټې برید ته د اسرائیل غبرګون نه یواځې له دې پولې څخه تیر شوی، بلکې د کنوانسیون څخه د سرغړونې لامل هم شوی دی."

د جنوبي افریقا حکومت چې په اسرائیل باندې یې د حماس برید نه دی غندلی او له فلسطینیانو سره نږدې اړیکې لري، په دې باور دي چې اسرائیل د غزې په جګړه کې په خپلو کړنو سره د ملګرو ملتونو د "نسل وژنې" کنوانسیون څخه سرغړونه کړې ده.

بلخوا، دا لومړی ځل دی چې اسرائیل په دې نړیواله محکمه کې له ځانه دفاع کوي. ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي سلاکار تال بکر د عدالت په نړيواله محکمه کې وویل، چې د غزې په تړانګه کې د دې هیواد پوځي عملیات "له هغه عام وژنې وروسته چې حماس د اسرائیل په جنوب کې د خلکو په وړاندې ترسره کړل" د ځان دفاع ده.

په غزه کې تر ټولو خونړۍ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ او د دغې ډلې جنګیالو نږدې ۱۱۴۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو. همدارنګه ۲۴۰ تنه چې ۱۲۹ تنه یې لا هم د حماس په بند کې دي، یرغمل کړل.

اسرائیل ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي او په همدې موخه یې پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د غزې د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د اسرائیل د بریدونو په پایله کې ۲۳۳۵۷ تنه وژل شوي چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي. خو دا ارقام خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

په ورته وخت کې د اسرائیل د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي سلاکار یادونه وکړه چې "په دې جګړه کې د بل هرې جګړې په څېر ملکي وګړي کړیږي، خو دا حماس دی چې د اسرائیل او فلسطینیانو ملکي وګړو ته د زیات زیان اوښتو هڅه کوي." هغه زیاته کړه چې، اسرائیل به خپلې ټولې هڅې وکړي تر څو ملکي وګړو ته لږ تر لږه زیان هم ونه رسیږي.

خو حماس تل د اسرائیل دا ادعا رد کړې چې ګواکې د دوی جنګیالي د ملکي وګړو په منځ کې پټیږي.

نوموړي وویل، چې د حماس جنګیالیو د اسرائیل په جنوب کې"ماشومان، میندې او د هولوکاسټ څخه ژوندي پاتې شوي کسان وژلي، شکنجه کړي...خو جنوبي افریقا په خپل شکایت او دعوه کې د حماس پر دغو کړنو سترګې پټې کړې دي."

همدارنګه د اسرائیل د بهرنیو چارو د وزارت حقوقي سلاکار وویل، جنوبي افریقا چې له حماس سره په خپلو نږدې اړیکو ویاړي، د عدالت نړیوالې محکمې ته یې د "نسل وژنې تحریف شوی بیان" وړاندې کړی دی.

په ورته وخت کې، اسرائیل استدلال کوي چې د نسل وژنې د نړیوال کنوانسیون له مخې د عدالت نړیواله محکمه دا واک نلري چې اسرائیلي پوځ ته په غزه کې د پوځي بریدونو د بندولو امر وکړي.

د اسرائیل یو بل مدافع وکیل مالکم شا وویل، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل بریدونه "نسل وژنه نه ده، او سویلي افریقا موږ ته یوازې نیمه کیسه بیانوي." د دې قضیې د څیړولو بهیر ښایې کلونه وخت ونیسي.

په ورته وخت کې د امریکا متحدو ایالتونو هم په جنوبي افریقا باندې نیوکه کړې او ددغه هېواد هغه ادعا یې بابیزه ګڼلې، چې اسرائیل یې په غزه کې په "نسل وژنه" تورن کړې ده.‌

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جنوبي افریقا دغه اقدام غندلی او هغه یې "بې بنسټه" بللی دی. هغه وویل چې، دا "ناسم او په بشپړ ډول بې اساسه" خبره ده.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر ویلي: "موږ فکر نه کوو چې دا به یو اغیزمن اقدام وي. تر اوسه مو داسې اعمال نه دی لیدلی چې ډله ییزه وژنه دې وګڼل شي."

هغه زیاته کړه، چې عام وژنه یو "وحشیانه عمل" دی او دا تورونو ته باید په سپکه توګه ونه کتل شي.

د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون د یو لاسلیک کونکي په توګه، جنوبي افریقا کولی شي اسرائیل د عدالت نړیوالې محکمې ته چې د هیوادونو ترمنځ د شخړو په اړه د پریکړې صلاحیت لري، کش کړي.

جنوبي افریقا پداسې حال کې چې په غزه کې د اسرائیل پر پوځي عملیاتو سختې نیوکې کړې دي، خو په ورته وخت کې یې د حماس له خوا په اسرائیل باندې یې د اکتوبر د اوومې نیټې برید هم غندلی دی. د افريقا ملي کانګرس (واکمن ګوند) د فلسطين له مسئلې سره د پيوستون اوږد تاريخ لري.

جنوبي افریقا د اپارتایډ پر وړاندې ددغه هېواد د مبارزې او د فلسطینیانو د مبارزې تر منځ یو لړ ورته والی ګوري. اپارتایډ په جنوبي افریقا کې د سپینې اقلیت حکومت لخوا د هیواد د تور اکثریت په وړاندې د نژادي توپیر او توکمپالنې پالیسي وه چې تر ۱۹۹۴ کال پورې په دغه هېواد کې د لومړي ډیموکراتیکو ټاکنو پورې یې دوام درلود.

له هغه ځایه چې د اسرائیل پر ضد د جنوبي افریقا دعوه یوه بیړنۍ موضوع ده، اټکل کیږي چې د عدالت نړیواله محکمه په روانه میاشت کې د پورتینو ادعاو په اړه د بیړنيو اقداماتو حکم ورکړي، خو تمه نه کیږي چې د نسل وژنې تورونو باندې کومه پریکړه وکړي. همدارنګه د دغه محکمې پریکړه وروستۍ ده، خواجرائیوي ضمانت نه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG