د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي افریقا نړیوالې محکمې کې اسرائیل په نسل وژنې تورن کړی؛ امریکا دا تور بې اساسه بولي


جنوبي افریقا په غزې کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو بندېدل غواړي
جنوبي افریقا په غزې کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو بندېدل غواړي

د امریکا متحدو ایالتونو په جنوبي افریقا باندې انتقاد وکړ او د دغه هېواد هغه ادعا یې رد کړه چې وايي اسرائیل په غزې کې نسل وژنه کړې ده.

جنوبي افریقا په نړیوالې محکمې کې په اسرائیل باندې عریضه کړې ده او دا هېواد یې په نسل وژنې او یا عامه وژنې تورن کړی دی.

ټاکل شوې چې بله اوونۍ په هاګ کې د عدالت نړیواله محکمه د جنوبي افریقا د تورونو د اورېدو لپاره غونډه وکړي. جنوبي افریقا اسرائيل «د غزې د خلکو د نسل وژنې په اعمالو» تورن کړی او په غزې کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو بندېدل غواړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د جنوبي افریقا د اقدام وغنده او ویې ویل چې «دا قضیه بې تاثیره او په بشپړ ډول بې اساسه» او له حقیقت څخه لېرې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر هم په دې اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «موږ فکر نه کوو چې دا اقدام دې اغیزناک وي. تراوسه مو داسې کوم اعمال، چې عامه وژنه وګڼل شي، ‌نه دي لیدلي.» خو دا یې وویل چې «عامه وژنه یو بد قساوت» دی چې باید جدي وګڼل شي.

اسرائيل هم د جنوبي افریقا دا تورونه په کلکه رد کړي دي. جنوبي افریقا د هاګ محکمې ته په خپلې عریضې کې لیکلي دي چې اسرائیل غواړي په غزې کې فلسطینیان نابود کړي.

د اکتوبر په اوومې نېټې د حماس ډلې په اسرائیل باندې بریدونه وکړل چې د اسرائیل د مقاماتو په وینا ۱۱۴۰ تنه په کې ووژل شول.

د دغو بریدونو په ځواب کې اسرائیل په غزې کې پوځي‌ عملیات پیل کړي، چې د حماس ډلې د مسئولینو په وینا تر دې دمه په کې څه باندې ۲۲۳۰۰ کسان وژل شوي،‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشون دي، په دغو عملیاتو کې د غزې یو شمېر برخې هم له خاورو سره خاورې شوي دي.

جنوبي افریقا تر دې مخکې په روسیې باندې د لویدیځ له لوري د فشار راوړلو وړاندیز هم رد کړی و چې دې کار د امریکا او دغه هېواد روابط هم لږ خراب کړي وو.

تېرکال په جنوبي افریقا کې د متحدو ایالتونو سفیر په دغه هېواد باندې تور ولګوه چې له وسلو او مهماتو څخه ډکې کښتۍ روسیې ته انتقالوي، خو جنوبي افریقا دا تور رد کړی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG