د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل غزې کې د خپلو سرتیرو شمیر کموي


د اسرائیل پوځ دوشنبه جنوري لومړۍ (مرغومي ۱۲) په غزې کې د حماس ډلې پر ضد د روانو تعرضي عملیاتو د نوي پړاو اعلان وکړ او وې ویل چې پدې تړانګې کې به د سرتیرو شمیر کموي خو د حماس پر ضد به هدفي عملیات جاري ساتي.

د اسرائیل پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د سرتیرو شمیر کمولو له کبله به اقتصادي بوج "د پام وړ توګه" کم شي او سرتیرو ته به فرصت ورکړی چې د سږ کال لپاره پلان شویو نورو کړنو لپاره انرژي واخلي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د سرتیرو شمیر کمولو پریکړه ځکه شوې چې جګړه به سږ کال هم روانه وي او د دې سرتیرو خدماتو ته به اړتیا وي.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ د غزې ځینو ولسوالیو څخه ټانکونه ایستي دي خو د پوځ ویاند ویلي جګړه به سږ کال هم روانه وي او زیاته یې کړه چې د جګړې هدف تر لاسه کولو لپاره اوږدې جګړې ته اړتیا ده.

سره لدې چې اسرائیل په غزې کې د جګړې وروستي اهداف ندي روښانه کړي او لا هم څرګنده نده چې د جګړې پای ته رسیدو وروسته به پدې سیمې کې د چا کنټرول وي خو تر دې وړاندې اسرائیلي چارواکو خبرداری ورکړی تر څو یې چې حماس ډله په بشپړه توګه له منځه نه وي وړې، جګړه به روانه وي.

د متحده ایالاتو په ګډون غربي هیوادونو بیا دا نغواړي چې د جګړې پای ته رسیدو وروسته دې د غزې کنټرول د اسرائیل سره وي. دوي وایي چې د فلسطین اداره چې مشري یې محمود عباس کوي، باید دومره قوي شي چې وکړی شي د جګړې پای ته رسیدو وروسته غزه کنټرول کړي خو اسرائیل دې کار سره مخالفت ښودلی.

په عین حال کې د اسرائیل د دفاع وزیر یوا ګیلانت چې دوشنبه یې په غزې کې د اسرائیلي ځواکونو سره وکتل، ویلي د غزې له شمال څخه یو شمیر اسرائلیان چې د اکټوبر اوومې بریدونو څخه وروسته ایستل شوي و، کولی شي بیرته خپلو سیمو ته ستانه شي.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې له کبله د ملګرو ملتونو معلوماتو له مخې د دې تړانګې له ۲.۳ ملیون وګړو څخه ۸۵ په سلو کې یې بې ځایه شوي.

دا بې ځایه شوي د ژمي همدې سړې هوا کې په موقتي کمپونو کې ژوند کوي او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا کسان په لوړه کچه د ناجوړه کیدو او لوږې د خطر سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې ۱.۸ ملیون وګړي په غزې کې د دوي لخوا په جوړو شویو سرپناوو کې اوسیږي. دې ادارې ویلي چې تر اوسه یې په ۱۲۸ پنا ځایونو بریدونه شوي او ۱۴۲ مامورین یې هم وژل شویدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG