د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالاتو د اسرائیل هغه وزیران غندلي چې د غزې څخه د فلسطینیانو کډه کیدل یې غوښتي


متحده ایالاتو سه شنبه جنوري ۲ (مرغومي ۱۲ ) د اسرائیل د دوو وزیرانو جنجالي ویناګانې وغندلې چې ویلي یې و په غزې کې فلسطینیان باید کډه کیدو ته وهڅول شي او دا چې یهودان دې بیرته دې کلابندې شوې سیمې ته ستانه شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو میلر وویل چې واشنګټن د اسرائیل د دوو وزیرانو، بتسالل اسموتریچ او اتامار بن ګویر دا څرګندونې ردوي چې د غزې څخه د باندې د فلسطینیانو بیا میشت کیدل غواړي.

ښاغلي میلر وړاندې وویل چې دا څرګندونې "غیر مسؤلانه او پارونکې" دي.

هغه زیاته کړه چې د متحده ایالاتو "ښکاره، متداوم او نه رد کیدونکی" دریځ دا دی چې غزه د فلسطینیانو ده او د هغوي خاوره به وي او دا چې حماس به یې هیڅکله د راتلونکې کنټرول ونلري او هیڅ ترهګره ډله به اسرائیل ته د ګواښ کولو وړتیا ونلري".

بین ګویر د اسرائیل د ملي امنیت جنجالي وزیر دی او د همدې تیرې دوشنبې په ورځ یې د یوې داسې حل لارې پر مخ وړلو غوښتنه کړې وه چې له مخې یې د غزې فلسطیني اوسیدونکي کډه کیدو ته وهڅول شي.

سره لدې چې د بنجامین نیتن یاهو تر مشرۍ لاندې حکومت تر اوسه په رسمي توګه د غزې څخه د فلسطینیانو ایستلو او دې سیمې ته د یهودو ناقلینو استولو کوم پلان ندی په ډاګه کړی خو د ملي امنیت دې وزیر ټینګار کړی چې د فلسطینیانو ایستل او پدې تړانګې کې بیرته د یهودو ناقلینو ځای پر ځای کول "سمه، اخلاقي او انساني " د حل لار ده.

د اسرائیل دې وزیر خپل ګوند ته چې د یهودانو قوت نومیږي په وینا کې ویلي، "دا یو فرصت دی چې داسې یوه پروژه پر مخ یوړل شي چې د غزې اوسیدونکي وهڅول شي د نړۍ نورو هیوادونو ته کډه شي".

د دې وزیر د څرګندونو څخه وړاندې د اسرائیل د مالیې وزیر هم د یهودو ناقلینو څخه غوښتي و چې په غزې کې بیرته خپلو سیمو ته کډه شي او د دې تړانګې څخه د ۲.۴ میلیون فلسطینیانو کډه کیدو هڅول یې غوښتي و.

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال څخه وروسته د غزې کنټرول تر لاسه کړ او په ۲۰۰۵ کال کې یې په یو اړخیزه توګه خپل ټول سرتیري د دې تړانګې څخه وایستل خو په سرحدې سیمو یې بشپړ کنټرول لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG