د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب الله د برید په ځواب کې اسرائیل په لبنان بمباري کړې


د اسرائیل پوځ یکشنبه جولای ۲۸ ( زمري اوومه) وروسته تر هغه په سمدستي توګه په لبنان کې د حزب الله په مرکزونو بمباري وکړله چې د دې ډلې په بریدونو کې چې د ګولان په غونډیو کې یې کړي، لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول.

حزب الله او اسرائیل په یو بل دا بریدونه داسې مهال کوي چې د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتان کوښښ کوي په منځني ختیځ کې د اسرائیل – حماس تر منځ روانه جګړه پراخه نشي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د یکشنبې ورځې په بریدونو کې د حزب الله د وسلو زیرمې او نظامي تاسیسات په نښه شوي و خو دا یې ندي ویلي چې آیا چا ته پکې د سر زیان هم رسیدلی که نه.

صدراعظم بنیامین نتنیاهو د برید څخه وروسته د متحده ایالاتو څخه بیرته هیواد ته ستون شو چې د وضعیت جاج اخیستو په هکله د امنیتې کابینې غړیو سره وګوري.

په عین حال کې د اسرائیل د دفاع وزیر یووا ګلانت په ټولنیزې شبکې کې ویلي و چې د " ایران ګوډاګیان به د دې برید په خاطر قیمت ادا کړي".

او پخپله نیتنیاهو هم خبرداری ورکړی چې د ګولان په غونډیو کې د برید له کبله به د حزب الله ډله دومره دروند قیمت ادا کړي چې تر اوسه یې ندی ادا کړی.

اسرائیلي چارواکي دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم د حزب الله په برید کې د ملکیانو په وژل کیدو ژور خفګان څرګند کړی.

ښاغلي بلینکن په جاپان کې په یو خبري کنفرانس کې وویل، " هره نښه دا ده چې په حقیقت کې توغندی د حزب الله و".

خو بل پلو بیا د امریکا یو جګپوړي چارواکي ویلي چې متحده ایالات ګمان کوي چې دا برید حزب الله کړی خو دا ګمان هم شته چې دا ښایي یوه پیښه وي او تر اوسه دا نتیجه ګیري نده شوې چې د برید انګازه څه وه.

د اسرائيل مقامات وايي چې برید د لبنان د حزب الله ډلې کړی دی، خو د حزب الله ډلې په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا برید تېره ورځ د اسرائیل له لورې د ګولان د اشغال شویو لوړو د مجدل شمس په سیمې کې شوی. د دغې سیمې یو مشر دولان ابو صالح ویلي، "په موږ سخت حالت دی. ستره غمیزه ده، په مجدل شمس توره ورځ راغلې".

د حزب الله ډلې ویلي‌ دي چې د ګولان په لوړو کې یې د اسرائيل د پوځ په مرکزونو د توغندیو بریدونه کړي، خو وايي چې د فوټبال په میدان کې په برید کې لاس نه لري.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې برید د حزب الله ډلې کړی. په اعلامیې کې ویل شوي، "هغه راکټ چې زموږ هلکان او نجونې یې ووژل، ایرانی دی او حزب الله یې په خپلې زیرمې کې لري".

له تېرو څو میاشتو راهېسې د اسرائيل ځواکونه او د حزب الله جنګیالي په یو بل د توغندیو بریدونه کوي، خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې نه غواړي په یوې لویې جګړې کې، چې ممکن د امریکا او ایران په ګډون نور اړخونه په کې دخېل شی، سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې له امریکا غوښتي چې له اسرائيل وغواړي له زغم څخه کار واخلي. هغه وویل چې امریکا د لبنان له حکومت څخه هم غوښتي چې حزب الله ته ووايي له زغم څخه کار واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې اسرائیل ته د هر نوی اقدام په اړه خبرداری ورکړی دی. د اسرائيل د دفاع وزیر، چې د راکټ په برید کې د وېشتل شوې سیمې لیدو ته ورغلی و، ویلي: "موږ به دښمن ته لوی ګوزار ورکړو."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش هم په یوې اعلامیې کې له ټولو خواخوو غوښتي چې د "حد اکثر زغم څخه کار واخلي او پرې نږدي چې وضعیت لا بحراني شي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG