د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په اوربند د خبرو لپاره مصر ته مذاکره کوونکي استوي


په خان یونس کې یو ماشوم د خپلې کېږدۍ تر څنګ ولاړ دی
په خان یونس کې یو ماشوم د خپلې کېږدۍ تر څنګ ولاړ دی

د اسرائیل مقاماتو د پنجشنبې په ورځ جولاۍ ۱۱ (چنګاښ۲۱) وویل په غزې کې د اوربند په اړه د خبرو لپاره قاهرې ته مذاکره کوونکي استوي.

د امریکا، مصر او قطر منځګړي د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند په معاملې ټېنګار کوي. راپورونه وايي چې دواړه غاړې یوې موافقې ته نژدې شوې دي.

د موافقې د یوې برخې په توګه حماس منلې ده چې اسرائيل په غزې کې د جګړې دایمي ختمېدلو ته مجبور نه دی، مخکې د حماس غوښتنه د جګړې دایمي ختمېدل وو.

د حماس ډله، چې امریکا یې د ترهګر سازمان په توګه پېژني، منځګړي هڅوي چې تر هغو پورې په خبرو کې برخه واخلي تر څو پورې چې د دایمي اوربند په اړه موافقه شوې نه وي. دا تړون به د حماس سره د اسرائيلي یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې کېږي.

د اسرائيل صدراعظم بینیامین نتنیاهو ویلي دي چې په داسې معاملې باندې به موافقه ونه کړي چې له اسرائیل څخه وغواړي د حماس تر ختمېدو مخکې خپل پوځي کمپاین بند کړي.

د نتنیاهو د دفتر څخه په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې «د مذاکراتو ډله په قطر کې له څلور اړخیزو خبرو څخه وروسته تېره شپه ستنه» شوې او په خبرو کې د یرغمل شویو د خلاصون او د «جګړې ټولو اهدافو ته» په کتو د پلان په پلې کېدو بحث شوی دی.

په دغې اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي‌ چې مذاکراتي ډله د خبرو د دوام لپاره قاهرې ته ځي. د اوربند په اړه خبرې اترې داسې مهال کېږي‌ چې اسرائيل تېره ورځ د غزې په شمال کې له اوسېدونکو وغوښتل چې ووځي، هلته جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند ستیفني دوجاریک تېره ورځ وویل چې د خلکو اېستل «به یوازې د فلسطینی کورنیو کړاو نور هم زیات کړي، چې یو شمېر یې څو ځلې بې ځایه شوي» دي.

نوموړي وویل چې دا ولسي‌ خلک باید وژغورل شي او که له سیمې وځي‌ او یا نه وځي ‌باید یې حیاتي ضرورتونه پوره شي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې د غزې په ښار کې «سخت پوځي اقدامات» شوي چې «بشري ضرورتونه یې زیات» کړي دي. دغې ادارې ویلي‌ دي چې وضعیت بې ثباته او د اټکل وړ نه دی.

د اسرائيل پوځ وايي چې د پنجشنبې په ورځ یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښار کې هوايي بریدونه کړي او هغه ځای یې په نښه کړی چې د راکټ بریدونه ترې کېدل. د اسرائيل د دفاع وزارت ویلي‌ دي چې د رفح څخه پنځه یې راکټي بریدونه په بریالي ډول خنثی کړي‌ دي.

د اسرائيل پوځ وايي هغه مشکوک هوايي وسیله یې هم په نښه کړې چې له لبنان څخه په اسرائیل توغول شوې وه او وايي چې دوه بې پیلوټه الوتکې د اسرائيل په ګالیلي په سیمه کې غورځېدلي‌دي.

اسرائیل او په لبنان کې د حزب الله ډله په سرحدي سیمو کې له یو بل سره نښتې کوي چې په سیمه کې یې د جګړې د پراخېدو ویره پیدا کړې ده.

د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا په کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائيليان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول. اسرائيل وايي باور کوي چې حماس لا هم ۱۱۶ کسان یرغمل ساتلي. پوځ وايي ۴۲ تنه یې مړه شوي.

اسرائيل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې پوځي عملیات پیل کړي دي او دواړه خواوې مني چې په دغو بریدونو کې ۳۸۲۰۰ کسان وژل شوي دي. اسرائيل وايي اکثریت وژل شوي پوځي خلک وو.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وايي چې ۳۸۰۰۰ کسان وژل شوي‌ چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، خو نه وايي‌ چې څومره یې پوځي خلک وو.

ملګري ملتونه وايي چې د غزې د ۲.۳ میلیون نفوس درېیمه برخه بې ځایه شوې او تقریبآ ټول نفوس یې له قطحۍ سره مخامخ دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG