د لاس رسي وړ اتصالات

له فلسطین څخه د استرالیا د پارلمان د یوې افغان الاصلې غړې ملاتړ سیاسي اختلافات پیدا کړي


افغان الاصله استرالیايي سناتوره فاطمه پیمان
افغان الاصله استرالیايي سناتوره فاطمه پیمان

د استرالیا د کارګر حاکم ګوند د پارلمان د یوې مسلمانې افغان الاصله غړې د ګوند د غړيتوب د لغوه کولو له کبله ددغه هېواد د مسلمانانو د ټولنې له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی.

په کارګر ګوند کې د سناتورې فاطمه پیمان غړیتوب وروسته له هغه لغوه شو چې هغې د خپل ګوند د دریځ خلاف په پارلمان کې د فلسطیني دولت رسمیت پیژندلو ته رایه ورکړه.

د استرالیا رسمي دریځ د دوو دولتونو حل لاره ده چې له مخې یې اسرائیل او یو راتلونکی فلسطیني دولت د نړیوالو منل شویو پولو په اساس ګډ ژوند وکړي.

فاطمه پیمان چې په کابل کې زیږېدلې، خبریالانو ته وویل چې استرالیا "د دوو دولتونو پر حال لارې باور نلري او یوازې یو [دولت] پیژني." هغې ژمنه کړې چې که په دې مسئلې دوهم ځل رایه اچونه وشي، نو یو ځل بیا به د حکومت دریځ وننګوي.

د مېرمن پیمان او د حاکم کارګر ګوند ترمنځ اختلاف د دغه ګوند د "پیوستون" د مقررې په سر دی. دا مقرره ایجابوي چې په پارلمان کې د ګوند ټول غړي باید د مسایلو په اړه اتفاق ولري او په یوه خوله رایه ورکړي.

سناتورې کېټي ګالاګر چې د استرالیا د مالیې وزیره هم ده، د سه شنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۲) د استرالیا نشراتي ادارې ته وویل چې سناتورې فاطمې پیمان د ګوند مقررات له پښو لاندې کړي دي.

ګالاګر وویل: "هغه په عواقبو ښه پوهېده او بیا یې هم دا پریکړې کړي دي او لا هم دوام ورکوي. نو په یقین سره چې زه او باور لرم چې زما ډیری همکاران، غواړو چې هغه د کارګر ګوند سره پاتې شي، مګر هغه باید دا ژمنه وکړي چې ځینې پریکړې چې په تیره اونۍ کې یې کړي دي، تکرار نه شي."

داسې فکر کیږي چې له څوکۍ څخه لیرې شوې دا سناتوره د کارګر ګوند پرېږدي او په پارلمان کې د خپلواکې غړې په توګه پاتې شي. د هغې په اړه همدارنګه فکر کیږي چې کیدای شي د استرالیا د زرغون ګوند سره یو ځای شي او یا هم خپل سیاسي ګوند جوړ کړي.

فاطمه پیمان د ۲۰۲۲ په مۍ کې د سناتورې په توګه وټاکل شوه چې د استرالیا د ټاکنو د قانون له مخې، شپږ کلنه دوره ده. د "استرالیا د فلسطین د ملاتړ شبکې" په یو بیان کې ویلي چې له فاطمه پیمان څخه "په کلکه ملاتړ" کوي او ددغه هېواد د پارلمان پر نورو غړو یې غږ کړی چې د هغې مثال تعقیب کړي.

فاطمه پیمان په افغانستان کې زیږېدلې او په ماشومتوب کې له خپلې کورنې سره استرالیا ته کډواله شوې ده. له کارګر ګوند څخه د هغې ایستل ښيي چې په غزه کې جګړې د استرالیا په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ترینګلتیا رامنځته کړې ده.

په غزه کې د اسرائیل د جګړې د پیل راهیسې، ټولنیزو ډلو په تیرو نهو میاشتو کې په استرالیا کې د اسلام څخه د ویرې او یهودیت ځپنې د احساساتو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي.

استرالیا ویلي، اسرائیل حق لري چې د حماس اورپکو د اکتوبر اوومې د برید په وړاندې له ځان څخه دفاع وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG