د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهوري ریاست ټاکنې پیل شوي


د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د رای ورکولو په حال کې
د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي د رای ورکولو په حال کې

ایرانیانو نن د جمعې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اتمه) په عمومي انتخاباتو کې ګډون وکړ چې د دې هېواد د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي ځای ناستی وټاکي چې د هلیکوپټر د غورځېدو په پیښه کې مړ شوی وو.

رایه ورکوونکي مجبور دي چې له څلورو کاندیدانو څخه چې د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه یي ته وفادار دي، یو انتخاب کړي.

د رای ورکولو مرکزونه په سیمه ایز وخت د سهار په ۸:۰۰ بجو پرانیستل شوي او ټاکل شوې چې د ماښام تر شپږ بجو پورې رای اچونه دوام وکړي. معمولا په ایران کې د رای ورکولو بهیر تر نیمې شپې پورې غځول کیږي.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې له یوې خوا په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې او د لبنان حزب الله ترمنځ د جګړې له امله په سیمه کې کړکېچ زیات شوی او له بلې خوا لوېدیځ د ایران د اټومي پروګرام په وجه پر دغه هېواد خپل فشارونه زیات کړي دي.

داسې نه بریښي چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د اسلامي جمهوریت په سیاستونو کې کوم لوی بدلون راولي، خو پایلې یې د ایران د ۸۵ کلن مشر علي خامنه يي پر ځای ناستیتوب اغیز کولای شي. خامنه يي له ۱۹۸۹ کال راهیسې په واک کې دی.

دا انتخابات همداشان په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ایران حکومت د مظاهره چیانو د ځپلو، د اقتصادي ستونزو او د سیاسي او ټولنیزو آزادیو د محدودیتونو له امله د خلکو د نا رضایتۍ په وجه د مشروعیت له بحران سره مخامخ دی.

خامنه يي د مشروعیت د جبران کولو لپاره له خلکو وغوښتل چې په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.

خامنه اي د هېواد د دولتي ټلویزیون له لارې ایرانیانو ته په خطاب کې وویل: ''د دغه نظام جوهر د خلکو په شتون کې نغښتی دی. له همدې امله د اسلامی جمهوریت دوام او قوت، د اسلامی جمهوریت عزت او وقار او په نړۍ کې د اسلامی جمهوریت ابرو د خلکو په شتون پورې اړه لری. له همدې امله موږ خپلو ګرانو هیوادوالو ته سپارښتنه کوو چې د رایې ورکولو مسله جدي ونیسي او په دې مهم سیاسي ازمون کې برخه واخلي. ''
ددې سره سره په تیرو څلورو کلونو کې د رایې ورکوونکو شمیر کم شوی، ځکه چې د ځوانو رایه ورکوونکو اکثریت د اسلامي جمهوریت لخوا پر خلکو لګول شوي سیاسي او ټولنیز محدودیتونه آزمایي.

د رای ورکولو په مرکزونو کې د خلکو رایې په لاس شمیرل کیږي. تمه ده چې د رای ورکولو پایلې به په دوو ورځو کې اعلان شي

که چیرې هیڅ یو کاندید ونه توانیږي چې د رای ورکوونکو ۵۰ سلنه رایې خپلې کړي، دویم پړاو ټاکنې به د لومړي پړاو د پایلو له اعلان وروسته د لومړنۍ جمعې په ورځ ترسره شي.

په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر سیاسي شخصیتونو، سازمانونو او ګوندونو چې بېلابېل سیاسي تمایلات لري، له ټاکنو سره پریکون کړی دی. د هغې جملې څخه د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز مشرې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي د پنجشنبې په ورځ په ټاکنو کې ګډون د "نظام پیاوړتیا" وګڼله.

هغې وویل: "که تاسو له اوسني وضعیت څخه ناخوښه یاست او غواړئ چې په نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ کم کړئ، تاسو کولی شئ نن په کور کې پاتې شئ. ستاسو په کور کې پاتې کیدل نظام او د ایران ۴۵ کلنو بدبختیو او فلاکت ته نه ویل دي چې ایران یې راګیر کړی."

ددې رپوټ یوه برخه د رویترز اژانس د خبر څخه اخیستل شوې

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG