د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي‌ نژاد د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ


د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد

د ایران پخواني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد د یکشنبې په ورځ جون دویمه ( غبرګولي ۱۳) د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته چې د روان لمریز کال د چنګاښ په اتمه نیټه کیږي ځان نوماند کړی دی.

احمدي نژاد د ایران راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته له نوم‌لیکنې وروسته په ایران کې د فقر او رنځ له منځه وړل او له نړۍ سره رغنده تعامل یې د ولسمشرۍ عمده کاري برنامې یادې کړې.

اسوشیتید پریس د احمدي نژاد نوماندۍ په اړه یو راپور کې لیکلي، د ایران هغه "پخوانی تند لاری ولسمشر" بیرته صحنې ته راځي چې د ولسمشرۍ پر مهال یې هولوکاست (دویم نړیوال جنګ کې د نازیانو له خوا د یهودانو وژل) تر پوښتنې لاندې راوست،‌ د ایران د اټومي پروګرام پر سر یې ناندرۍ زیاتې کړې، له اوکراین سره په جګړه کې یې روسیې ته وسلې ورکړې او د ایران د حکومت مخالفین یې په پراخه کچه وځپل.

اسوشتید پریس احمدي نژاد "یو ولس‌پال سیاستمدار“ بللی او ویلي یې دي‌ چې د ایران مذهبي‌ مشر ایت‌الله علي‌ خامنه‌يي‌ به تر فشار لاندې راولي. احمدي نژاد په ۱۳۸۴ او ۱۳۹۲ کلونو کې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په څرګند ډول خامنه‌يي ننګولی و.

احمدي‌ نژاد په ۱۳۹۶ او ۱۴۰۰ کلونو کې هم د ایران ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړی و خو د ایران د نګهبان شورا د هغه نوماندي رد کړې وه. اسوشیتید پرس لیکلي چې ښايي‌ دا ځل هم دغه شورا د احمدي‌ نژاد نوماندي و نه مني.

په ۱۳۸۸ لمریز کال کې د دویم ځل لپاره د احمدي نژاد ټاکنه له پراخو اعتراضونو سره مخ شوه چې د ایران حکومت یې له ننګونو سره مخامخ کړی و خو د ایران د اسلامي‌ انقلاب د سپاه پاسداران په مشرۍ امنیتي‌ ځواکونو د سلګونو اعتراض کوونکو په وژلو او بندي کولو اعتراضونه وځپل.

تیره ورځ د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ د ایران یو پخواني پوځي چارواکي هم د هغه هیواد ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ. رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ جون اول (جوزا ۱۲) د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړ چې د ایران د انقلابي ګارډ پخوانی قوماندان وحید حقانیان چې د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ دی د ابراهیم رئیسي‌ د ځای ناستي ټاکلو ته نوم لیکنه وکړه.

حقانیان چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي نږدې همکار دی، له نوم لیکنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د ایران د رهبر او د جمهور رئیس په دفتر کې د ۴۵ کلن خدمت د تجربو پر اساس یې ځان دغې څوکۍ ته نوماند کړی دی.

ایران وايي‌ د متحده ایالاتو اکثر بندیزونه د بې اساسه تورونو له مخې لګول شوي‌ دي.

په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنې په اصل کې د ۲۰۲۵ کال لپاره پلان شوې وې، خو د مۍ په ۱۹مه د رئیسي د ناڅاپي مړینې له کبله له وخت وړاندې ترسره کیږي.

په ایران کې رسنیو د پنجشنبې په ورځ ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم‌لیکنې د بهیر پیلیدو خبر ورکړ او ټاکل شوې چې دغه بهیر پنځه ورځې دوام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG