د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ ته خپل دیپلومات لیږو


په تهران کې د افغانستان د پخواني حکومت د سفارت ځنې دپلوماتان
په تهران کې د افغانستان د پخواني حکومت د سفارت ځنې دپلوماتان

په مشهد کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې د طالبانو له خوا د بدلون راوستلو په اړه د ایران له غبرګون دوه ورځې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې په مشهد کې د پخواني‌ حکومت جنرال کونسل عبدالجبار انصار یې له دغې څوکۍ ګوښه کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د مۍ په ۳۰مه (جوزا ۱۰) په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د نوي قونسل د معرفي کولو په تړاو د طالبانو پر اقدام انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې په قونسلګریو کې هر ډول بدلون باید ”د تعریف شویو مقرراتو او د ویانا د ۱۹۶۳ کنوانسیون تابع وي.“

کنعاني وویل: ”په هرې قونسلي‌ څوکۍ کې ګومارنه او بدلون د استوونکي دولت له اختیاراتو څخه دي،‌ خو هغوی باید له تعریف شویو لارو څخه منونکي دولت ته معرفي شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ جون ۱ (جوزا ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت د جنرال قونسل ماموریت له پنځو کلونو وروسته پای ته رسیدلی دی او دوی به د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ژر خپل دیپلومات ایران ته واستوي.

بلخي زیاته کړه: ”د نوي دیپلومات تر استولو او ورته د قونسلګرۍ د مسولیت تر سپارلو پورې، مراجعینو ته پر وخت د خدماتو په وړاندې کولو کې د خنډ د مخنیوي په موخه د یادې کونسلګرۍ یو دیپلومات به قونسلي چار پر مخ بوځي."

عبدالجبار انصار د افغانستان د پخواني‌ حکومت یو دیپلومات و چې له پنځو کلونو راهیسې یې په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسولیت په غاړه درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې چې د تیر حکومت دغه دیپلومات له ګوښه کیدو وروسته ”په غیرقانوني کړنو په ځانګړې توګه د نمایندګۍ د عوایدو په راټولولو کې د شفافیت نشتوالي او د
قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په پروسه کې په مداخلې لاس پورې کړی.“ خو عبدالجبار انصار د طالبانو د دغې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ایران د افغانستان د نورو پنځو ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو په په شان تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی خو د افغانستان یو شمیر سیاسي استازولۍ یې او په پلازمینې تهران کې د افغانستان سفارت یې طالبانو ته سپارلی او د دغې ډلې دیپلوماتان یې منلي‌ دي.

په تهران کې د افغانستان د پخواني حکومت دیپلوماتانو د روان عیسوي‌ کال په فبروري میاشت کې د افغانستان سفارت د ایران حکومت ته وسپاره او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یاد سفارت واګې د طالبانو استازو ته وسپارلې.

له دې وړاندې طالبانو ټينګار کړی و چې دوی له ټولو هغو هیوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې پالي چې په کې سیاسي استازولۍ یا سفارت لري.

پر ایران سربیره په ترکیې، قطر، پاکستان،‌ روسیې،‌ چین او شمیر نورو هیوادونو کې د طالبانو استازي‌ حضور لري، خو د پاکستان
په ګډون چې د دغې ډلې عمده ملاتړی ګڼل کېږي‌تر اوسه یو هیواد هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG